سمنګان کې لسګونه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

wasim_admin
خميس, يوليو 30 2026 10:33 صباحا
..

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ، د اکتید (ACTED) دفتر اړوند د ځوانانو د سوداګریزې ودې له مرکز څخه ۱۵۰ تنه ځوانان د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې، چې سیمه‌ییزو مسؤلینو، استادانو، ځوانانو او د زده کوونکو کورنیو پکې ګډون کړی و، فارغ شول. او دغو زده کوونکو د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، فریلانسینګ، وېب‌پاڼو ډیزاین او ګرافیک ډیزاین په برخو کې تخصصي زده‌کړې ترلاسه کړي دي.
د اکتید دفتر د ښې حکومتولۍ مسوول محمد عالم نوابي په دې مراسمو کې وویل: دا د ځوانانو د سوداګریزې ودې مرکز د فراغت لومړۍ دوره ده، چې موخه یې د ځوانانو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او هغوی ته د کارموندنې او پر ځان‌بساینې زمینې برابرول دي.
دغه راز د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب د علم ترلاسه کولو او د هېواد په راتلونکي کې د ځوانانو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې وویل: ځوانان د ټولنې ارزښتمنه پانګه او د هېواد د پرمختګ او ودې اصلي ځواک دي، نو باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي.

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

خميس, يوليو 30 2026 10:25 صباحا
Background image

عقد لقاء توعوي في خوست للحد من العادات السلبية

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية خوست، بالتعاون مع جمعية الفخر الأفغاني للدراسات والثقافة، لقاءً توعوياً حضره عشرات المشاركين في قاعة اجتماعات الرئاسة، بهدف التعريف بآليات تنفيذ. . .

خميس, يوليو 30 2026 8:40 صباحا
Background image

افتتاح متحف قندهار التاريخي بعد تأهيله وتطويره وفق المعايير المعتمدة 

افتُتح متحف قندهار التاريخي، التابع لرئاسة الإعلام والثقافة بولاية قندهار، بعد استكمال أعمال تأهيله وتطويره وفق المعايير المعتمدة، وأصبح متاحًا أمام الزوار والمهتمين بالتاريخ والتراث،. . .

أربعاء, يوليو 29 2026 3:53 مساء
Background image

وزارة الإعلام والثقافة تنظم ندوة تدريبية لتعزيز قدرات الإعلاميين والشباب في لوجر 

  نظّمت وزارة الإعلام والثقافة، ممثلةً في معاونيتها لشؤون النشر، وبالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية لوجر، ندوة تدريبية استمرت يوماً واحداً تحت عنوان «تعزيز القدرات الفكرية. . .

BACK TO NEWS