جوزجان کې د حکومت او رسنیو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
Tue, Jun 30 2026 12:47 PM
..

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ستونزو د اورېدو او په دې ولایت کې د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي رسنۍ د حکومت له مهمو بنسټونو څخه وبللې او ویې ویل: رسنۍ د نظام د لاسته راوړنو، خدمتونو او پروګرامونو په رښتینې انعکاس سره د خلکو د پوهاوي او د حکومت او ټولنې ترمنځ د باور په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
نوموړي د حکومت ځینو لاسته راوړنو ته په اشارې سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه، د خلکو او راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د پرمختیايي پروګرامونو پلي کول د ترسره شویو اقداماتو بېلګې وبللې او زیاته یې کړه، چې له دولتي ادارو سره د رسنیو مسؤلانه همکاري د ثبات، یووالي او د هېواد د پرمختګ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیف‌الدین معتصم وویل: رسنۍ باید تل د حقایقو خپرولو، د مسلکي خبریالۍ اصولو مراعاتولو او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ژمنې پاتې شي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو سره لازمه همکاري دوامداره وساتي.
ګډونوالو د ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، د همکارۍ، همغږۍ او د رسنیو د مسؤلانه فعالیتونو د دوام ټینګار وکړ، ترڅو متوازن او مسلکي معلومات خلکو ته وړاندې شي.

۱۴۴۸/۱/۱۴ هـ ق