په کندز کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي د غرفې پرانیسته وشوه

wasim_admin
Mon, May 04 2026 9:30 AM
,,

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست د کندز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه د بیهقي کتاب‌پلورنځي غرفه پرانیستل شوه.
د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د دغې غرفې د پرانیستې په اړه خوښي څرګنده کړه او دا یې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د ودې لپاره یو اغېزمن ګام وباله او کتاب سره د مینې او نږدېوالي پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او دا نوښت یې د خلکو فرهنګي اړتیاوو ته د پاملرنې څرګندونه وبلله.
دغه راز د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست اړوند د خصوصي خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو مسوول هم د دې فرهنګي اقدام موخو ته په اشارې سره وویل: د دې غرفې د بډاینې په موخه ۵۸ عنوانه کتابونه، چې د قرآن‌کریم نسخې او بېلابېل نور اثار پکې شامل وو، دې کتاب‌پلورنځي ته ډالۍ شول.
د یادونې وړ ده، چې د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست د کندز ولایت ټول خصوصي کتاب‌پلورونکي د نظم، شفافیت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د رسمي جوازونو د وېش لپاره ثبت او راجستر کړي هم دي.

۱۴۴۷/۱۱/۱۷ هـ ق