د هلمند ښوونیز مرکز له زده کوونکو څخه د پنځمې دورې وروستۍ ازموینه واخستل شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۷
pokn

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري هلمند ښوونیز مرکز کې له ۵۰۰ تنو شاګردانو څخه د پنځمي دورې د کمپیوټر برخه کې تر يوې میاشتې زده کړو وروسته د پای ازموینه واخستل شوه.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف د هلمند ښوونیز مرکز له استادانو څخه مننه وکړه، چې د هیواد بچیانو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، ترڅو د هیواد راتلوونکی نسل ښه وروزي.
نوموړي وویل: په یاد ښوونیز مرکز کې زده کوونکو ته په مختلفو برخو کې د زده کړې زمينه برابره شوې ده، چې دا دی له ۵۰۰ تنو زده کوونکو څخه د کمپیوټر برخه کې تر یوې میاشتې زده کړو وروسته په شفاف ډول ازموینه واخستل شوه.
د یادوني وړ ده، چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، تر څو ځوانان د تعلیم په ګاڼه سمبال ټولنې ته وړاندې کړي، چي تر دې مهاله یې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځوانان فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

۱۴۴۶/۵/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۷:۴۱
Background image

د سياحتي شرکتونو له اتحاديې سره د همږغۍ ناسته وشوه

پنجشنبه( ۱۹ د‌ جمادی الاولی ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال په مشرۍ د سياحتي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره د تسهيلاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۷
Background image

پکتیا کې وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکي فارغ شول

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکې د کمپیوټر له درې میاشتنیو زده کړو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۷
Background image

د هلمند ښوونیز مرکز له زده کوونکو څخه د پنځمې دورې وروستۍ ازموینه واخستل شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري هلمند ښوونیز مرکز کې له ۵۰۰ تنو شاګردانو څخه د پنځمي دورې د کمپیوټر برخه کې تر يوې میاشتې زده کړو وروسته د پای. . .

BACK TO NEWS