پکتیا کې وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکي فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۷
ojhg

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکې د کمپیوټر له درې میاشتنیو زده کړو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د یادې غونډې پرمهال وویل: اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د ځوان نسل د علمي کچې لوړوالي او فکري روزنې په برخو کې ځوانانو لپاره د دیني او عصري زده کړو زمېنه برابره کړې، چې په مختلفو برخو کې وړیا زده کړې ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اسلامي نظام ساتنې او ټینګښت لپاره اړتیا ده، چې ځوانان د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ د ټکنالوژۍ په برخه کې نوښتونه وکړي، تر څو نړیوالو سره سیال شو، هغه له ځوانانو وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته نور هم دوام ورکړي او په خپلو وړتیاوو باندې کار وکړي.
فارغ شوو ځوانانو وویل: خوښ دي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا ورته د کمپیوټر په برخه کې د وړیا زده کړو زمينه برابره شوې وه، دا زده کړې به دوی سره د دندو په پیدا کولو او پرمخ وړلو کې زیاته همکاري وکړي، خو غوښتنه کوي، چې د نظري زده کړو ترڅنګ دې د عملي زده کړو زمينه هم برابره شي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: د زده کړو دغه لړۍ به په راتلوونکي کې هم دوام ولري او پلان لري، چې د ژمنیو رخصتیو پرمهال د ځوانانو لپاره د تېر په څېر بېلابېلو برخو کې د وړیا زده کړو ټولګي فعال کړي.

۱۴۴۶/۵/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۲۸
Background image

پروان کې لسګونو ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کانکور پروسې په اړه د ځوانانو د پوهاوي په موخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور لسګونو تنو برخه اخیستونکو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسوولینو د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS