د ولايتي واحدونو د مالي او اداري چارو د همغږۍ درې ورځنی سمينار پای ته ورسېد

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۲۰:۳۷
asad

پنجشنبه ( ۲ د ربیع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت له لوري درې ورځې وړاندې د ولايتي رياستونو د مالي او اداري چارو مديرانو ته ( د ولايتي واحدونو د مالي او اداري چارو د همغږۍ سمينار) جوړ شوی وو، چې نن پای ته ورسېد.
د ياد سمينار د پای غونډه د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، چې د معين صاحب سربېره د مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د بشري سرچينو رئيس مولوي نقیب الله نعمان، د پلان او پاليسۍ رئيس فدامحمد دوست، د مالي او اداري چارو رئيس محمد حنیف سيار او د ولايتي رياستونو مالي او اداري مديرانو ګډون درلود.
غونډې ته د وينا پرمهال د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته به په هره برخه کې په دوامداره توګه دا ډول ښوونيز سمينارونه جوړوو، دا نظام د ټولو شريک دی، په ګډه به د ستونزو د حل کولو هڅه کوو، هر کله چې له ستونزو سره مخ کيدئ، له مرکز سره يې شريکوئ ، په ولايتونو کې ښه استعدادونه لرو، ستاسو غوندې باتجربه او مستعدو ملګرو سره به کارونه په ګډه مخته وړو،  د کارونو په اړه به له هرچا سره مشورې کوو او په نيکو مشورو به عمل کوو.
د مالي او اداري چارو رئيس محمد حنیف سيار د وزارت مقام له رهبرۍ څخه د دې ښوونيز سمينار د جوړولو له امله مننه وکړه او د ولايتي رياستونو ټولو مديرانو ته يې د هر راز همکارۍ کولو ډاډ ورکړ.
د ولايتي رياستونو مديرانو هم د ښوونيز سمينار د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: ياد سمينار کې ورکړل شوي درسونه به يې د کارونو په مخته وړلو کې ډیر ګټور تمام شي، د وزارت مقام رهبرۍ ته ډاډ ورکوو، چې په سمينار کې ورکړل شوي ميتودونه او تګلارې به په خپلو اداري کارونو کې تطبيق کوو.
د غونډې په ورستيو کې د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر، بشري سرچينو ، د پلان او پاليسۍ او د مالي او اداري چارو د رئيسانو له لوري د سمينار ګډونوالو ته تصديق پاڼې وويشل شوې.

۱۴۰۳/۶/۱۵ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۵ میلادي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين او مل پلاوي د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د چارو څخه لیدنه وکړه

چهار شنبه (۶ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان، د معينیت مشاور مولوي واثق او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۸
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د ميدان وردګو ولايت له والي سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د کارکونکو چارو رياست رئیس مولوي نقيب الله نعمان او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۹:۵۵
Background image

د بیګم راډیو نشرات وځنډول شوه

نن سه شنبه( ۵ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پریکړي په اساس د بیګم په نوم یوه راډیو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې نشراتي جواز درلود، د متعددو سرغړونو تر څنګ يې په بهر. . .

BACK TO NEWS