د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۲۱
...

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د ۵۰۰ تنو زده کړیالانو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌ الله وثیق د یادې ازموینې له ګډونوالو څخه د مننې کولو ترڅنګ وغوښتل، چې د پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ﷺ) د مبارک سیرت په پیروۍ سره خپل اسلامي رسالت په عمل کې هم ثابت کړي او له رسول الله(ﷺ) سره خپله مینه لا پیاوړې کړي.
د نوموړي په وینا؛ له دغې سیالۍ څخه موخه ځوانان د پیغمبر(ﷺ) له سیرت سره لا ښه آشنا کول او د پیغمبر(ﷺ) ستر شخصیت، اخلاق او کړنې په ټولنه کې عامول وو.

۱۴۴۸/۶/۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۳۷
Background image

تخار کې د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې د مبارزې په اړه روزنیز سیمینار ترسره شو

د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الاعتصام فرهنګي بنسټ په همکارۍ، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو او د رسنیزو فعالانو او فرهنګي مبارزینو د فکري او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

د دودیزو هنرونو د ملاتړ په موخه له خطاطانو او نقاشانو سره مشورتي غونډه وشوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب په مشرۍ په یاد ریاست کې د هنري وړتیاوو د پېژندلو، د هنرمندانو د ستونزو د ارزونې، د هنري اثارو د ثبت او مستند کولو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۲۱
Background image

د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د ۵۰۰ تنو زده کړیالانو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او. . .

BACK TO NEWS