په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر اظهارالله عاصم وایي چې یاد مرکز د ځوانانو لپاره د وړیا زده‌کړو د فرصتونو د برابرولو، د ځوانانو د علمي کچې د لوړولو او د عملي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
 نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د رضاکارو او ژمنو استادانو له لوري د انګلیسي، عربي او پښتو ژبو، د کمپیوټر پروګرامونو، ریاضیاتو، خطاطۍ، کانکور ته د چمتووالي، ویناوالۍ، تجوید، حکاکۍ او رسامۍ زده کړو په برخو کې شاوخوا ۷۰۰ تنو ځوانانو ته په وړیا توګه زده کړې ورکول کیږي.

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ.ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

سنګین کې د مطالعې د ارزښت بیانولو په موخه ګڼ شمېر ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ د یادې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر ځوانانو او زده‌کوونکو ته د کتاب لوستلو او. . .

BACK TO NEWS