په جوزجان ولایت کې د انلاین سوداګرۍ پروګرام پیل شو

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت او د اکټید دفتر د سلګونو ځوانانو لپاره د ویبپاڼو د پراختیا او آنلاین سوداګرۍ پرمختیایي پروګرام پیل کړ، چې د ګډون لپاره یې د داخلېدو ازموینه هم واخېستل شوه.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر وويل: دا روزنیز پروګرام د ځوانانو د کاري او سوداګریزو مهارتونو د لوړولو او د کار بازار ته د هغوی د لاسرسي د اسانتیا لپاره جوړ شو دی.
نوموړي زیاته کړه؛ په دې دوره کې د ۳۹۰ ځوانانو څخه د شمولیت ازموینه واخېستل شوه، او سلګونو هغو کسانو ته به د زدهکړې زمینه برابرېږي، چې لږ تر لږه د فریلانسینګ، ګرافیک ډیزاین، د دفتر اړوند پروګرامونو، انګلیسي ژبې او د ویب پاڼو د پراختیا زدهکړه کولای شي.
د جوزجان یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې اقدام څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول انلاین سوداګریزې زدهکړې دې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم شروع شي.
۱۴۴۶/۹/۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۱۴ ل