په جوزجان ولایت کې د انلاین سوداګرۍ پروګرام پیل شو

tawana_admin
ثلاثاء, مارس 04 2025 11:38 صباحا
Qwe

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت او د اکټید دفتر د سلګونو ځوانانو لپاره د ویب‌پاڼو د پراختیا او آنلاین سوداګرۍ پرمختیایي پروګرام پیل کړ، چې د ګډون لپاره یې د داخلېدو ازموینه هم واخېستل شوه.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر وويل: دا روزنیز پروګرام د ځوانانو د کاري او سوداګریزو مهارتونو د لوړولو او د کار بازار ته د هغوی د لاسرسي د اسانتیا لپاره جوړ شو دی.

نوموړي زیاته کړه؛ په دې دوره کې د ۳۹۰ ځوانانو څخه د شمولیت ازموینه واخېستل شوه، او سلګونو هغو کسانو ته به د زده‌کړې زمینه برابرېږي، چې لږ تر لږه د فریلانسینګ، ګرافیک ډیزاین، د دفتر اړوند پروګرامونو، انګلیسي ژبې او د ویب‌ پاڼو د پراختیا زده‌کړه کولای شي.

د جوزجان یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې اقدام څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول انلاین سوداګریزې زده‌کړې دې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم شروع شي.

 

۱۴۴۶/۹/۴ ق

۱۴۰۳/۱۲/۱۴ ل

تازه ترین اخبار

أربعاء, مارس 05 2025 11:13 صباحا
Background image

لقاء رئيس العام لحفظ القيم الجهادية بوالي ولاية غور

 يوم الأربعاء (5 رمضان 1446هـ)، التقى مولوي ذبيح الله نوراني، رئيس رئاسة حفظ القيم الجهادية، مع والي ولاية غور مولوي حياة الله مبارك، بهدف جمع الذكريات والآثار الجهادية.
 وفي هذه. . .

أربعاء, مارس 05 2025 9:34 صباحا
Background image

ينبغي القيام بتوعية عامة واسعة لاستخدام العلم وحمايته

 وبناء على توجيهات مقام وزارة الإعلام والثقافة ونصيحة عدد من الشخصيات الأكاديمية في البلاد، تم عقد اجتماع برئاسة نائب وزير لشؤون الفن والثقافة مولوي عتيق الله عزيزي، حول سبل احترام. . .

ثلاثاء, مارس 04 2025 3:24 مساء
Background image

وفي محافظة غور تم الانتهاء من بناء الفندق ودار الضيافة للسياح

 قامت إدارة التخطيط والسياسات بوزارة الإعلام والثقافة، من أجل تقديم التسهيلات للسياح في البلاد، وفي إطار بناء الفنادق في محافظات غور وكابيسا ونورستان وبكتيا، تم الانتهاء من بناء فندق. . .

BACK TO NEWS