هرات کې د ( خواخوږۍ) په نامه د هنري اثارو نندارتون جوړ شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۱:۲۵
…

تېره ورځ  هرات ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د نګارستان مديريت له لوري د ( خواخوږۍ ) په نامه د هنري اثارو پنځه ورځنی نندارتون جوړ شو.

یاد نندارتون چې د علامه سلجوقي په تالار کې جوړ شوی، پکې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي په ګډون، ډېر شمېر استادانو او فرهنګيانو ګډون کړی و.

 د نګارستان مدير عبدالله عثماني وويل: دې نندارتون کې د ۲۵ تنو هنرمندانو د ميناتورۍ، خطاطۍ او نقاشۍ ۷۰ هنري اثار نندارې ته ايښودل شوي، چې د ښځينه هنرمندانو ۱۰ اثار هم په کې موجود دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي وويل: د هنر او هنرمندانو څخه هر اړخيز ملاتړ کوو، زمونږ اداره به د هنر د ودې او پرمختګ لپاره له ټولو موجودو امکاناتو څخه کار اخلي.

۱۴۴۵/۸/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۳:۳۹
Background image

ننګرهار کې ۷ قلمه نيول شوي آثار د موزيم آمريت ته وسپارل شول

چهارشنبه ( ۱۰ د شعبان ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت په طورخم فرضي کرښه څو ورځې وړاندې نيول شوي ۷ قلمه آثار چې د اطلاعاتو او کلتور رياست ته سپارل شوي و، نن رسماً د موزيم آمريت ته د ساتنې په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور رئيس د طنین اطلاعات راډيو څخه څارنه وکړه

تېره ورځ د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثیق، چې د ملي راډيو تلويزيون آمر احمد شاه خادم يې هم ملتیا کوله، حصې اول کوهستانات ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د ابوریحان البیروني علمي او څېړنیز سیمینار د جوړېدو ناسته ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو کلتور ریاست له لوري د ابوریحان البیروني د شخصیت پېژندنې او اسلامي نړۍ ته د ترسره کړو خدمتونو په اړه د علمي او څېړنيز سیمینار د ترسراوي لپاره ګډې کمیټې د. . .

BACK TO NEWS