هرات کې د ( خواخوږۍ) په نامه د هنري اثارو نندارتون جوړ شو

wares_admin
Tue, Feb 13 2024 11:25 AM
…

تېره ورځ  هرات ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د نګارستان مديريت له لوري د ( خواخوږۍ ) په نامه د هنري اثارو پنځه ورځنی نندارتون جوړ شو.

یاد نندارتون چې د علامه سلجوقي په تالار کې جوړ شوی، پکې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي په ګډون، ډېر شمېر استادانو او فرهنګيانو ګډون کړی و.

 د نګارستان مدير عبدالله عثماني وويل: دې نندارتون کې د ۲۵ تنو هنرمندانو د ميناتورۍ، خطاطۍ او نقاشۍ ۷۰ هنري اثار نندارې ته ايښودل شوي، چې د ښځينه هنرمندانو ۱۰ اثار هم په کې موجود دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي وويل: د هنر او هنرمندانو څخه هر اړخيز ملاتړ کوو، زمونږ اداره به د هنر د ودې او پرمختګ لپاره له ټولو موجودو امکاناتو څخه کار اخلي.

۱۴۴۵/۸/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۳ هـ ل