لښکرګاه کې له خصوصي رسنیو لیدنه وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۶:۲۰
...

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي شیر محمد وحدت مرکز لښکرګاه کې له تعلیم الاسلام راډیو هلمند څانګې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي وحدت وویل: له دې څارني او لیدنې څخه مو موخه د تعلیم الاسلام راډیو د خپرونو او مهالویش کتل د تخنیکي او اداري بخشونو لیدل او د یادې رسنۍ د مسئول او همکارانو سره د خپرونو پر منځپانګو او هغو موادو چي دوی یې نشروي، بحث کول دي. 

نوموړي زیاته کړه؛ هڅه کوو، چې معلوماتو ته د خبریالانو د لاس رسي برخه کي لا زیات کار وکړو، تر څو سیمه ییزي رسنۍ د خپرونو جوړولو برخه کي له ستونزو سره مخ نه شي، هلمند ولایت کې له ټولو رسنیو سره هر وخت پوره همکاري کوو، نوموړي د رسنیو له مسؤلینو او کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چي ټولې رسنۍ باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپرونې وکړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه جوازونه په خپل وخت تمدید کړي.

د لیدنې په لړ کې د تعلیم الاسلام راډیو د هلمند څانګې مسؤل مولوي محمد نبي حماد د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې د رسنیو د حال څخه ځان خبروي او ستونزې یې له لوړ پوړو مسولینو سره شریکوي.

ښاغلي حماد وویل: موږ ټولې خپرونې د اسلامي اصولو، ارزښتونو او افغاني کلتور په رڼا کې په منظم ډول د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هدایت سره سم خپروو.

د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین په منظم ډول له ټولو رسنیو څخه لیدنه کوي، تر څو رسنۍ او خبریالان په خپل مسلک کې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په رڼا کې خپلو ولسونو ته کار وکړي. 

۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق

۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۸:۴۴
Background image

لښکرګاه کې له خصوصي رسنیو لیدنه وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي شیر محمد وحدت مرکز لښکرګاه کې له تعلیم الاسلام راډیو هلمند څانګې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي وحدت وویل: له دې څارني او لیدنې څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۶:۲۰
Background image

لښکرګاه کې له خصوصي رسنیو لیدنه وشوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي شیر محمد وحدت مرکز لښکرګاه کې له تعلیم الاسلام راډیو هلمند څانګې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي وحدت وویل: له دې څارني او لیدنې څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
Background image

خروار ولسوالۍ کې د سېرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پايلې اعلان شوې

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خروار ولسوالۍ په کچه  د ښوونځیو او مدرسو (۱۵۰) تنو زده کوونکو او ځوانانو څخه د سېرت النبي(ص) آزموینه اخیستل شوې وه، چې د پایلو له اعلان. . .

BACK TO NEWS