لوګر کې د مس عینک لرغونې سیمې څخه څارنه وشوه

د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رفیع الله صمیم، د فرهنګ او ګرځندوی آمر، د مس عینک لرغونې سیمې اړوند آغا خان مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رفیع الله صمیم وویل: د مس عینک لرغونې سیمه د هېواد د لرغونو سیمو څخه ګڼل کېږي چې د نړۍ په کچه د مسو کان پکښې موجود دی او د مسو استخراج مهمه منبع ګڼل کېږي.
ښاغلي صمیم د دغه سفر څخه موخه د دې کان اړوند لرغون پوهانو سره ناسته او د دوی ستونزې اورېدل او د آغا خان مؤسسې د فعالیتونو له نږدې لیدنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د لرغونو ځایونو ساتل زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی او باید ولسونه هم له اړوندو مسؤلینو سره پوره همکاري وکړي، ترڅو وکولای شو د هېواد د لوی تاریخ دغه مهمې برخې څخه په ښه توګه ساتنه وکړو.
د یادونې وړ ده، چې د مس عینک کان او لرغونې سیمه د کابل جنوب لویدیځ ۴۰ کیلومترۍ د لوګر محمد آغې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې تاریخي مخینه یې د کوشانیانو دورې پورې رسېږي او تر دې مهاله شاوخوا ۱۰ زره لرغوني آثار ترې ترلاسه شوي دي.
۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هـ . ق