غربي هیوادونو ته د تلونکو افغانانو په اړه والیانوته د امیرالمؤمنین حفظه الله هدایات

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۱۰:۱
IEA, Islamic Emirate

  

قال الله تبارک وتعالی: یا ایها الذین آمنوا لا تتخذوا عدوی و عدوکم اولیاء (الایة) و قال النبي صلی الله علیه وسلم: أنا بريءٌ من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین ( الحدیث).

هغه افغانان چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه د هېواد پريښودلو ته زړه ښه کوي او ځينې بیا له کم عمره ماشومانو او میرمنو سره غربي هېوادونوته د تللو تکل لري، چې بیا د مختلفو دلائلو له امله له ځنیو امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کیږي، لکه:

ــ د لارې په اوږدو او کمپونو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کیدل چې د خپلوانو او عامو افغانانو د خفګان سبب ګرځي.

ــ د ځینو مغرضو برنامو له مخې عقائد، اخلاق او معنوي ارزښتونه له خطر سره مخ کیږي.

ــ د اوسیدو د جواز په خاطر د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولوته اړ کیږي.

ــ په عوض د دې چې د ځینو اشخاصو مسلکي وړتیا د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې صرف شي، هلته په عادي او حتی په ځینو حقیرو چارو سرته رسولو کې صرف کیږي.

‍‍له دې امله دې والي صاحبان د اړوندو مسئولینو او علماء کرامو په همکارۍ له هغوی سره مخامخ وویني، د هغوی ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارو پیدا کولو په هکله دې ورسره مرسته وکړي.

همدا راز دې د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي هڅه جاري وساتي، چې چاته د ویرې خپرولو فرصت میسر نه وي او په ځانګړې توګه څوک د تجارانو، کسبه کارو او متخصصینو د خدمتونو او فعالیتونو په وړاندې خنډ ایجاد نه شي کړای.  والسلام

د اسلامي امارت مشرتابه

۳/۵/۱۴۴۳هـ ق

۱۶/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/12/7م

 

  

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

هلمند کې د یتیمانو د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

نن پنج شنبه ( ۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د دولتي پوهنتون سیمه کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سپارښتنه. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وویشل شوې

پنج‌شنبه (۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېد موسسې په همکارۍ د اخستل شوې سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وويشل شوې.. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۴
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس: د تاريخي او فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن يو

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د پريان ولسوالۍ د خاواک له ډبرينو ګنبدونو څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي او. . .

BACK TO NEWS