په بادغیس کې د رسنیو استازو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه  وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۷
سیبلا

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د رسنیو استازو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي مطیع الله متقي په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مطیع الله متقي د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون د پلي کولو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو له استازو او خبریالانو څخه یې وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو کې له محتسبینو سره لازمه همکاري وکړي.
د رسنیو استازو او خبریالانو د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ډول غونډو د جوړولو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ټول قوانین او فرمانونه به په بشپړه توګه پلي کوي او هر راز همکاري به کوي.

۱۴۴۶/۷/۱۵ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۷ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

د کاپي رایټ اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه د مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په شتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د دغه ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۸
Background image

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د فرهنګي میراثونو د ساتنې ټولنې غړو ترمنځ ناسته وشوه

د فرهنګي میراثونو د ساتنې ټولنې مدیره پلاوي د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رئیس الحاج مولوي عتیق‌الله عزیزي سره لیدنه وکړه او د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې، بیارغونې او پېژندنې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۲:۲۴
Background image

د خپرونو چارو معین فاریاب کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو دڅارو رئیس مولوي صفی الله رائد او د دغه وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال په. . .

BACK TO NEWS