د ناشرينو، کتابپلورونکو، چاپخونو او کاغذ واردوونکو د ستونزو د هوارۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۳:۵۲
qwedf

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست لخوا د ناشرينو، کتابپلورونکو، چاپخونو او کاغذ تولیدوونکو او واردوونکو د ستونزو د هوارۍ او همږغۍ غونډه د مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ناشرينو او شخصي کتابپلورونکو لپاره د بدیل ځای د وېش بهیر، او د کتابپلورونکو او خپروونکو د فعالیت د جواز اخیستو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي ‌زاده د ناشرينو او کتابپلورونکو د فعالیت د جواز ارزښت او اهمیت ته اشاره وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د دې ریاست له لارې خپل جوازونه ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه؛ چې بدیل ځایونه به د فعالیت جوازونو پر اساس وېشل کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د خپروونکو او شخصي کتاب پلورونکو د فعالیت جواز ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې په دې سره هغوی کولای شي، په قانوني ډول د کتابونو په صادراتو او وارداتو، فرهنګي قراردادونو، او داخلي او نړیوالو کتاب نندارتونونو کې ګډون وکړي.

۱۴۴۶/۷/۱۵ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۷ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS