د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Nov 16 2026 3:19 PM
..

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي الثاني ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
همدارنګه د ۱۰۰ ټوکه بېلابېلو عنوانونو درلودونکي او ۲۵۰ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او اړینې پریکړې ونېول شوې، دغه راز ۴۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
همدارنګه، د غونډې په پای کې د لیکوالانو د ستونزو او د کمېسیون اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په دې اړه لازمې پرېکړې هم ونیول شوې.