د کابل ښار اتمه ناحیه کې د مطالعې دودولو یو ورځنی سيمينار ترسره شو

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۸
ahm

 

تیره ورځ د کابل ښار اتمې ناحيې سيد نور محمد شاه مېنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونو رياست له لوري د مطالعې دودولو په موخه يو ورځنی سيمينار ترسره شو.
سيمينار په سيد نور محمد شاه مېنه کې د افغانستان فن او بيان مرکز (اماج ښوونيز علمي مرکز) کې د عامه کتابتونو په استازولۍ د بخت مرجان بختيار، د عامه اړيکو مسؤل عتيق الله او معين خان لخوا پر مخ وړل کېده، چې پکې د ياد علمي مرکز د غړو ترڅنګ د سيمې اوسيدونکو، ليکوالانو، زده کړيالانو او فرهنګپالو ګډون درلود.
د سيمينار ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او عامه کتابتونو رياست څخه د ياد سيمينار د جوړولو له امله مننه وکړه.
د عامه کتابتونو د عامه اړيکو مسؤل عتيق الله له لوري د مطالعې د ترويج تر عنوان لاندې ګډونوالو ته سيمينار وړاندې کړل شو، ورپسې بخت مرجان بختيار د عامه کتابتونو د ارزښت په اړه لنډ معلومات شريک کړل او له ځوانانو يې وغوښتل چې د خپلو معلوماتو او علمي سويې د لوړولو په موخه ډير کتابونه مطالعه کړي.
په پای کې د غونډې ګډونوالو د عامه کتابتونو له رياست څخه د دغه بهير د غزولو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۴/۸/۲۵ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۷ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۲:۲
Background image

هلمند اطلاعاتو او کلتور رئیس د یونیسف نړیوال سازمان له ولایتي مسؤل سره وکتل

 

تېره ورځ د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد په خپل کاري دفتر کې د یونیسف نړیوال سازمان د هلمند څانګې له مسؤل ښاغلي محمد اینوا ذکریا او یونیسف اړوند همکارو مؤسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست د ښوونيزو مرکزونو د ۱۰۰ عمومي اول نمره ګانو ستاینغونډه تر سره کړه

 

تېره ورځ د کندهار ولایت د اطلاعات او کلتور رياست کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو، انسټیټوټونو او ښوونځیو د ۱۰۰ عمومي اول نمره ګانو د ستاینې او هڅونې په موخه ستاینغونډه جوړه شوه، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه د قومي مشرانو سره وکتل

 

نن دوشنبه د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د لرغونو او تاریخي سیمو د ستونزو په اړه د قومي مشرانو سره وکتل او د لرغونو او تاریخي سیمو د ستونزو په اړه یې خبرې. . .

BACK TO NEWS