د ځوانانو چارو معین شاجوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲
..

سه شنبه ( ۱۳ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوی محمد یونس راشد د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ته د ځوانانو د ستونزو اورېدو په موخه سفر وکړ او هلته یې د یادې ولسوالۍ له سلګونو ځوانانو سره ولیدل.
 مولوي محمد یونس راشد وویل: ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول او ښوونیز مرکزونه جوړول د ځوانانو چارو معینیت له لومړیتوبونو څخه دي او د دوی د سالمې روزنې په موخه د هیواد په کچه مختلفې برنامې په پلان کې لري، د نوموړي په خبره، غواړي د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو ته ښوونیز مرکز فعال کړي، ترڅو ځوانان همدلته عصري زده کړې تر سره کړي.
د زابل ولايت د ځوانانو چارو آمر ملا عصمت الله شکیب اغا د ځوانانو چارو له معین څخه مننه وکړه، چې له ځوانانو سره د ليدنې په موخه یادې ولسوالۍ ته راغلی او له ټولو ځوانانو یې وغوښتل، تر څو د اسلامي نظام د ملاتړ او د هېواد د آبادۍ لپاره لاس په کار شي او ترڅنګ يې خپلو زده کړو ته زیاته پاملرنه وکړي، ځکه هېواد مو تر بل هر وخت تعلیم ته زیاته اړتیا لري.
د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو د تحصیل او نورو بېلابېلو برخو کې غوښتنې وکړې، چې د ځوانانو چارو معین له خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

۱۴۰۳/۱۰/۲۵ ل
۲۰۲۵/۱/۱۴ ز

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS