د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار له یو شمېر لوحو څخه څارنه وکړه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۷
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمېسيون د څارنې په لړ کې دا ځل د کابل ښار شپږمې ناحیې (علاؤالدین څلور لارې) اړوند لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
د یاد کمېسيون د ساحوي کمېټې مشر قاري ولي ‌ګل جواد له هټیوالو، اصنافو او ښاریانو سره د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې په اړه خبرې وکړې او د دغې کمېټې د کار پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
دغه راز نوموړي د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې د پروسې د اهدافو او کړنلارو په اړه هټیوالو، اصنافو، ښاریانو او رسنيو ته معلومات ورکړل او د یو شمېر غیر معیاري لوحو د لرې کولو ترڅنګ یې د بدیلو کليمو وړاندیزونه ورته وکړل.
په ورته وخت کې هټیوالو، اصنافو او ښاریانو د دغې کمېټې د هڅو ستایلو ترڅنګ دغه اقدام د ملي ژبو او فرهنګي ارزښتونو د ودې او ساتنې لپاره مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به بشپړه همکاري کوي.

۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانانو سمنګان ولایت ته علمي سفر وکړ

د فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو یو شمېر ځوانانو د فکرونو د تبادلې، د ملي یووالي د پیاوړتیا، او د علمي او فرهنګي شخصیتونو سره د پیژندنې په موخه د سمنګان ولایت ته سفر وکړ او د ځوانانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۲
Background image

نیمروز کې د ناسمو رواجونو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۶/۹/۱۴۴۶ نیټې د (۱۷ مې) ګڼې فرمان چې د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۳۸
Background image

د فاریاب ولایت له یو شمېر تاریخي آبدو او مقدسو ځایونو څخه لیدنه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: د میمنې ښار له یو شمېر تاریخي مقدسو ځایونو او آبدو څخه يې لیدنه وکړه.
د یادو مسؤلینو په وینا په دې لیدنه کې د بي بي آینه، شیخ محمد. . .

BACK TO NEWS