د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د زمري۲۴مې د نمانځلو پر مهال سیاسي شنونکي باید د تېر شل کلن اشغال پرمهال د ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه بېلابېلې خپرونې وړاندې کړي، ترڅو ځوان نسل ته تېر ظلمونه او وحشتونو په اړه پوهاوی ورسیږي، همدارنګه ټول خبریالان او سیاسي شنونکي باید د اسلامي امارت د تېر پنځو کلنو لاسته راوړنو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي ځکه اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو (سیاسي، اقتصادي، دفاعي، امنیتي او نورو) برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو سیاسي شنونکو پوره ملاتړ کوي او سیاسي شنونکي باید د پاکستان پوځي رژیم حقیقي څهره هېوادوالو او نړیوالو ته وښایي، ځکه پاکستان پوځي رژیم له جوړېدو تراوسه له افغانانو سره دښمني پاللې ده .
دغه راز په ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي رائد او د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد د سیاسي چارو شنونکو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: زموږ او ستاسو ټولو له اسلامي نظام سره ګډ عقیدوي او فرهنګي ارزښتونه تړلي دي، چې باید ساتنې ته یې جدي هڅې وشي او سیاسي شنونکي پوره خپلواکۍ لري.
نوموړو زیاته کړه، چې اسلامي امارت د نړۍ په کچه بې مثاله اسلامي نظام دی، ټول احکام او فرامین د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو په رڼا کې جوړ شوي دي او باید په هر حالت کې د دغه ستر نعمت (اسلامي نظام) ملاتړ وکړو.
ورته مهال د سیاسي چارو شنونکو په استازیتوب څو تنو د دغې غونډې له جوړیدو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د سیاسي خپرونو وړاندې کولو له لارې د اسلامي نظام، هېواد او ولس دفاع او ولسونو ته د حقایقو رسول زموږ ایماني او وجداني مسؤلیت دی او دا مسؤلیت به په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوو، استازو خپل وړاندیزونه هم له مسؤلینو سره شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۲/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳۷
Background image

د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د سیاسي چارو له شنونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۲۸
Background image

مجاهد موزیم ته یو عدد سیګنال لېږدونکې آله وسپارل شوه

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته یو عدد امریکایي سیګنال لېږدونکې یا تعقیبي آله د یو تن مجاهد عبدالحمید عمران له لوري وسپارل شوه.
 د میدان وردګو ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۹
Background image

هرات کې د سیاحتي خدمتونو د ظرفیت لوړونې لومړنی درې ورځنی سیمینار جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ له لوري د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لوېدیځ زون د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي. . .

BACK TO NEWS