د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه د قومي مشرانو سره وکتل

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۵:۲۰
afg

 

نن دوشنبه د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د لرغونو او تاریخي سیمو د ستونزو په اړه د قومي مشرانو سره وکتل او د لرغونو او تاریخي سیمو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. 
 یاده غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د قلعه ضحاک په کلي کې چې تاریخي او لرغونې سیمه ده، یو شمېر خلکو په غیر قانوني ډول د دغو تاریخي ځایونو او ودانیو په حدودو کې کورونه جوړ کړي دي.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د قومي مشرانو ته د تاريخي ابداتو د قانون د ځينو مادو د بيانولو په ترڅ کې وويل، چې د ضحاک کلا يوه تاريخي ابده ده، چې ډیر لرغونی تاریخ لري. 
ښاغلي زعیم زياته کړه، چې ١٥ کاله وړاندې دغه سيمه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تخنيکي ټيم له خوا وڅېړل شوه او حدود يې مشخص شول.
ښاغلي زعیم وویل، هېڅوک په دې سيمه کې د قبضې، کور جوړولو او کيندنې حق نه لري. 
د سیمې قومي مشرانو  د لرغونو او تاريخي ځايونو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د  همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ويل، چې د اصولو او تګلارې له مخې موږ د لرغونو او تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره هلې ځلې کوو او له ښاغلي زعیم څخه یې و غوښتل چې یو پلاوی یاد تاریخي ځای ته واستوي چې د تاریخي ځایونو او آثارو حدود وټاکي.
۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۲۰:۱۴
Background image

د کتاب کره کتنې کمېسیون غونډه ترسره شوه

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست کې د بیهقي رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ د کتاب کره کتنې کمېسیون د ۱۴۰۲ هـ ش لومړۍ غونډه ترسره شوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

مالي او اداري معین د کونړ د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د موظفې کمېټې سره وکتل

د کرکټ بورډ ریاست د کونړ ولايت د ورزشي کمپلکس د ځمکې په اړه د لیک په وسیله ریاست الوزراء عالي مقام څخه د تېرې ادارې د کابینې ١٣٩٧/٦/٧ نېټې د (٨) مصوبې د تعدیل غوښتنه کړې وه.
د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۳:۳۸
Background image

زابل کې د کتاب لوستنې يو ورځنى نندارتون جوړ شو


نن سه شنبه (۱۷د ذوالقعدې۱۴۴۴) زابل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لورې د کتاب لوستنې په نوم د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې لسګونو تنو ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی و.
. . .

BACK TO NEWS