د سيدآباد ولسوالۍ سالارو کلي لرغوني جومات څخه ليدنه وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۸
jj

چهارشنبه ( ۱۸ محرم ۱۴۴۶ ) د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي پلاوي د سيدآباد ولسوالۍ سالارو کلي له لرغوني جومات څخه چې ۱۰۴ کلن تاريخ لري ليدنه وکړه.
دغه جومات په ۱۲۹۹ کال د سيمې د خلکو  له خوا په ډېر عالي هنر  او ځانګړي طرز  سره نقاشي شوی، چې په سيمه کې د نقاشۍ له اړخه ساری نه لري.
 د سالارو د کلي اوسيدونکي عبدالحبیب پر وينا؛ د سالارو کلي جومات په ۱۲۹۹ ه ل کال د کليوالو معمارانو له خوا نقاشي شوی، د یاد جومات نقاشي کولو لپاره به یې هګۍ د کنډولي له خاورو سره ګډولې او بیا به یې په نقاشۍ کې ترې کار اخيسته.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي وويل: د سالارو کلي جومات یو لرغونی جومات دی، چې د اسلامي فرهنګ او تمدن یوه ځانګړې نمونه څرګندوي او په یوه څانګړې نقاشۍ جوړ شوی، یاد جومات به د اطلاعاتو او کلتور ریاست په  تاريخي آبداتو کې ثبت کړي او د ساتنې لپاره یې له خلکو وغوښتل تر څو ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

۱۴۰۳/۵/۴ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۵ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

BACK TO NEWS