بغلان کې د ځوانانو د فکري ویښتیا په موخه سمینار ترسره شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۶
...

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو  آمریت له لوري د مرکزي بغلان په نوي بغلان لیسه کې شاوخوا سل تنه ځوانانو ته د فکري ویښتیا سمینار ترسره شو.
د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وویل: دغه سمینار د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د مرکزي بغلان د رضاکاره ځوانانو ټولنې له لوري جوړ شوی وو، چې د بیلابیلو سیمو او قشرونو سل تنه ځوانانو پکې ګډون کړی وو.
نوموړي زیاته کړه؛ دا  سمینار د ځوانانو فکري ویښتیا، رضاکارانه فعالیتونو ته د هغوی راجلبولو او په ټولنه کې د خپلو او نورو مسؤلیتونو د درک په موخه جوړ شو، چې ګډونوالو ته د یادو موخو په اړه هراړخیز، مفصل او د پام وړ معلومات وړاندې شول.
د دې سمینار دوه تنه برخه والو سید ولي او محمد حمزه وویل: دا سمینار زیات ګټور وو، دوی غوښتنه وکړه، چې د نوي نسل د فکري، ټولنیزو او کلتوري معلوماتو د زیاتولو په موخه دې ورته اوږدمهاله سمینارونه د اړوندو ادارو او بنسټونو له لوري جوړ شي.

۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳۰ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۷
Background image

پکتیا کې وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکي فارغ شول

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ٤٠ تنه زده کوونکې د کمپیوټر له درې میاشتنیو زده کړو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۷
Background image

د هلمند ښوونیز مرکز له زده کوونکو څخه د پنځمې دورې وروستۍ ازموینه واخستل شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري هلمند ښوونیز مرکز کې له ۵۰۰ تنو شاګردانو څخه د پنځمي دورې د کمپیوټر برخه کې تر يوې میاشتې زده کړو وروسته د پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۰
Background image

نورستان کې ښوونکو  ته یو ورځنی سمينار ورکړل شو

د نورستان مرکز پارون کې د اطلاعاتو اوکلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنتون، کثیر الرشتوي انستیتیوت او پوهني رياست اړوند ښوونکو او استادانو ته یو ورځنی علمي سمينار ورکړل شو.. . .

BACK TO NEWS