نورستان کې ښوونکو  ته یو ورځنی سمينار ورکړل شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۰
plkj

د نورستان مرکز پارون کې د اطلاعاتو اوکلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنتون، کثیر الرشتوي انستیتیوت او پوهني رياست اړوند ښوونکو او استادانو ته یو ورځنی علمي سمينار ورکړل شو.
په یاد سیمینار کې استادانو ته د فکري ویښتیا، اسلامي حاکميت، د اسلامي فکر پراخوالی، د خوارجو، باغيانو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان د سمینار برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اسلامي نظام د راتګ لپاره د ولسونو د قربانیو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ علمي بنسټونه د نظام د پرمختګ او د هېواد د خدمت تر ټولو مهمه برخه ده، نوموړي له ښوونکو څخه وغوښتل، چې د نظام د بقاء او پرمختګ لپاره د اسلامي نظام ملاتړ وکړي او په یووالي او اتحاد سره دې د هېواد خدمت وکړي.
 د سمینار پرمهال د ښاري محکمې رئیس شیخ محمد عثمان او یو شمېر نورو ویناوالو د فکري ویښتیا په ارزښت او موخو مهمې او ارزښتناکي ویناوې وکړې او د دغه ډول سمینارونو جوړول يې اړین وبلل، دوې له استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپله علمي وړتیا څخه په ګټي اخيستني سره د ځوانانو فکري رغونه کې خپل مسؤليت ترسره کړي.
د سمینار ګډونوالو د یاد سمینار په جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

۱۴۴۶/۵/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS