د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د مشرتابه د فرامینو او احکامو ښه پلي کیدو په موخه اصلاحی ناستې ترسره شوه
چهارشنبه نېټه(۱۴۴۸ ربیعالثانی ۲۴مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست او ملي موزیم له کارکوونکو سره د جهادي اثارو د ساتنې په عمومي ریاست کې اصلاحي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د ملي موزیم رئیس او د ملي موزیم او جهادي اثارو د ساتنې ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې د دولتي ادارو د کارکوونکو د سیرت او صورت، د لمانځه د ادا کولو او د عقیدوي درسونو د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد د دې ډول ناستو جوړېدو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اسلام پر ځمکه تر ټولو غوره دین دی. نوموړي زیاته کړه، چې زموږ عقیده، نظریه، اخلاق او اعمال باید د اسلامي شریعت له مخې وي، ترڅو په دنیا او اخرت کې بریالي شو. ښاغلي احمد له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د دا ډول ناستو جوړېدل یو ارزښتمن فرصت وبولي او له هغه څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د اسلامي شریعت د ارزښت او اهمیت او په ټولنه کې یې د تطبیق په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت له ډېرو سرښندنو او قربانیو وروسته واکمن شوی، چې ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
همداراز، ښاغلي طیبي د جماعت لمانځه د ادا کولو د فضیلت، د عقیدوي درسونو د تدریس، د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د جوړولو او په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ د دودولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د فرهنګ او هنر معین د یادو ریاستونو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل یووالی، ورورولی او همغږي وساتي او د مراجعینو چارې په لنډ وخت کې وڅېړي او ترسره یې کړي.
