(څنګه لیکوال شم؟) تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Wed, Jun 24 2026 4:30 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د (څنګه لیکوال شم؟) تر عنوان لاندې د د یاد ریاست په تالار کې لسګونو تنو لیکوالانو، زده کړیالانو او زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو. 
له سیمینار څخه موخه د لیکوالانو، زده کړیالانو او زده کوونکو د لیکوالۍ له اصولو او مهارتونو سره بلدتیا، د لیکوالۍ وړتیاوې او ادبي خلاقیت پیاوړي کول، د یو بریالي لیکوال کېدو پړاوونه پیژندل او د لیکلو اثارو د تولید او خپرولو لپاره عملي لارې چارې وړاندې کول وو.
د سيمينار په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: د عامه کتابتونونو ریاست هڅه کوي، چې د لیکوالانو او ځوانانو د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره ورته علمي سیمینارونه جوړ کړي. نوموړي له ځوانانو او د مطالعې له مینه‌ والو څخه وغوښتل چې د عامه کتابتون له علمي سرچینو څخه ګټه واخلي او خپلې مشورې د کتابتون د چارو د ښه والي لپاره شریکې کړي.
وروسته د هېواد مشهور لیکوال او د سیمینار وړاندې کوونکي قاري عبدالستار سعید، د لیکوالۍ د اهمیت، د قلم ارزښت او د مطالعې د رول په اړه له ګډونوالو سره ګټور معلومات شریک کړل، همدارنګه د سیمینار د وړاندې کوونکي له لوري د لیکوالۍ د پړاوونو، د املا او انشاء د اصولو او د یادښت اخیستلو د طریقو په اړه لازمې څرګندونې وشوې او ګډونوال د لیکلو د مهارتونو د پیاوړتیا له لارو چارو سره بلد شول.

۱۴۴۸/۱/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Jun 24 2026 11:06 AM
Background image

Consultative Meeting Held to Discuss Commemoration of 24 Asad Victory Day

A consultative meeting of the designated committee was held under the chairmanship of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister for Art and Culture at the Ministry of Information and. . .

Tue, Jun 23 2026 2:38 PM
Background image

Signboards and Advertising Boards Reform Commission Conducts Inspection in Kabul’s Fourth District

The Signboards and Advertising Boards Reform Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, continued its field. . .

Mon, Jun 22 2026 2:34 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 6 Muharram 1447 AH, the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, held its regular. . .

BACK TO NEWS