د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي انعام الحق حقانی، د ورزش او بدنې روزنې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد وزارت د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: اسلامي امارت د زمري ۲۴مې د نمانځلو په موخه د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې پراخ تدابېر نیولي دي او له ټولو خبریالانو څخه غوښتنه کوو، چې د یادې ورځې د مراسمو د ښه رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
همدارنګه ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې د زمري۲۴مې د نمانځلو پر مهال د رسنیو مسؤلین او خبریالان باید د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو او د تېر شل کلن اشغال پرمهال د ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې کړي، ترڅو هېوادوالو او نړیوالو ته د شته لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسیږي او ځوان نسل ته تېر ظلمونه او وحشتونو په اړه عامه پوهاوی شي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو امارتي او خصوصي رسنیو پوره ملاتړ کوي او خبریالان باید له افغانانو سره د پاکستاني پوځي رژیم ناوړه او ناسم عملونه په ښه توګه رسنیز کړي.
دغه راز د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي انعام الحق حقانی او د ورزش او بدني روزنې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی. د هېواد، اسلامي نظام او د عامه افکارو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی، لکه څنګه چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مهمې او لویې لاسته راوړنې لري د رسنیو مسؤلین او خبریالان باید د دې لاسته راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي او د زمري ۲۴مې د نمانځلو پرمهال دې بېلابېلې خپرونې جوړې او خپرې کړي.
ویناوالو د رسنیو مسؤلینو له ترسره کړیو هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ټولې امارتي ادارې د رسنیو او خبریالانو سره پوره همکارې دي.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په استازیتوب څو تنو د دغې غونډې له جوړیدو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د زمري۲۴مه د ټولو افغانانو لپاره مهمه ورځ ده او د دغې ورځې د نمانځلو پرمهال د ټولو مراسمو رسنیز کول او د اشغالګرو د تېرو شل کلونو ظلمونو او وحشتونو په اړه د بېلابېلو پروګرامونو جوړول زموږ مسؤلیت دی.
د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د زمري ۲۴مې نمانځلو پرمهال د مراسمو ښه رسنیز کولو په اړه د خپلو نظرونو وړاندې کولو ترڅنګ خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۸/۲/۱۸ هـ ق
