د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
أحد, أغسطس 02 2026 4:07 مساء
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم الحق حقاني، د ورزش او بدنې روزنې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد وزارت د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د غونډې په پیل مولوي نعیم الحق حقاني د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل.
په غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: اسلامي امارت د زمري ۲۴مې د نمانځلو په موخه د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې پراخ تدابېر نیولي دي او له ټولو خبریالانو څخه غوښتنه کوو، چې د یادې ورځې د مراسمو د ښه رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
همدارنګه ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې د زمري۲۴مې د نمانځلو پر مهال د رسنیو مسؤلین او خبریالان باید د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو او د تېر شل کلن اشغال پرمهال د ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې کړي، ترڅو هېوادوالو او نړیوالو ته د شته لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسیږي او ځوان نسل ته تېر ظلمونه او وحشتونو په اړه عامه پوهاوی شي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو امارتي او خصوصي رسنیو پوره ملاتړ کوي او خبریالان باید له افغانانو سره د پاکستاني پوځي رژیم ناوړه او ناسم عملونه په ښه توګه رسنیز کړي.
دغه راز د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولوي نعیم الحق حقاني او د ورزش او بدني روزنې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی. د هېواد، اسلامي نظام او د عامه افکارو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی، لکه څنګه چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مهمې او لویې لاسته راوړنې لري د رسنیو مسؤلین او خبریالان باید د دې لاسته راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي او د زمري ۲۴مې د نمانځلو پرمهال دې بېلابېلې خپرونې جوړې او خپرې کړي.
ویناوالو د رسنیو مسؤلینو له ترسره کړیو هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ټولې امارتي ادارې د رسنیو او خبریالانو سره پوره همکارې دي.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په استازیتوب څو تنو د دغې غونډې له جوړیدو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د زمري۲۴مه د ټولو افغانانو لپاره مهمه ورځ ده او د دغې ورځې د نمانځلو پرمهال د ټولو مراسمو رسنیز کول او د اشغالګرو د تېرو شل کلونو ظلمونو او وحشتونو په اړه د بېلابېلو پروګرامونو جوړول زموږ مسؤلیت دی.
د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د زمري ۲۴مې نمانځلو پرمهال د مراسمو ښه رسنیز کولو په اړه د خپلو نظرونو وړاندې کولو ترڅنګ خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۲/۱۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

اثنين, أغسطس 03 2026 7:27 مساء
Background image

تعيين رئيس جديد لإدارة شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة ومباشرته مهامه رسمياً

باشر المولوي سيد محمد داود آغا مهامه رئيساً لإدارة شؤون الشباب التابعة للإدارة العامة لحفظ الآثار الجهادية في وزارة الإعلام والثقافة، وذلك عقب تعيينه بناءً على توجيه قيادة إمارة. . .

اثنين, أغسطس 03 2026 4:04 مساء
Background image

لجنة تقييم الكتب تعقد اجتماعها الدوري وتوافق على طباعة عدد من المؤلفات

 يوم الاثنين، عقدت لجنة تقييم الكتب التابعة لمعاونية شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، اجتماعها الدوري برئاسة معاون شؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وناقش الاجتماع عدداً من الكتب. . .

أحد, أغسطس 02 2026 9:24 صباحا
Background image

إقامة فعالية توعوية في زابل للتعريف بالمرسوم رقم (١٧) بشأن مكافحة العادات الضارة

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية زابل فعالية توعوية، شارك فيها عشرات الشباب، للتعريف بمضامين المرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه) بشأن مكافحة العادات. . .

BACK TO NEWS