سرپل کې د (د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ځوانانو رول) په نوم یو ورځنی علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۱۱
.

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست او د اکتېد دفتر په ګډو همکاریو د سیمه‌ییزو ادارو د مسوولینو په شتون کې ځوانانو ته د (د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ځوانانو رول) په نوم یو ورځنی علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار په پیل کې د سرپل ولایت مقام د کارکوونکو چارو آمر د دغه علمي او ښوونیز سیمینار له جوړونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل: نن تر بل هر وخت هېواد پیاوړو، ژمنو او په بېلابېلو برخو کې مسلکي ځوانانو ته اړتیا لري. ځوانان باید د چاپېریال په ساتنه او له تخریب څخه یې د مخنیوي په برخه کې هڅې وکړي، ترڅو سالمه او له ناروغیو پاکه ټولنه ولرو.
ورپسې د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا عبدالغفار حقنما سالم چاپېریال د ارام او سالم ژوند بنسټ وباله او ویې ویل: اوسنی نظام په ټولو برخو کې د ځوانانو خدمت، ژمنتیا او د مسوولیت احساس ته اړتیا لري. ځوانان باید د چاپېریال ساتنې او نورو ټولنیزو برخو کې په پوره توان فعال رول ولوبوي.
ورته مهال د چاپېریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو د ساتنې مدیر د اقلیمي بدلون، د ناروغیو د خپرېدو او د هغو د اغېزو په اړه معلومات وړاندې کړل او ځوانان یې د چاپېریال د لا ډېرو تخریب د مخنیوي لپاره خلاق او بدلون راوستونکی ځواک وباله.
د سرپل ولایت د اکتېد دفتر رییس وویل: د دغه سیمینار موخه د چاپېریال ساتنې د اهمیت په اړه د ځوانانو پوهاوی، د اوبو د بې‌ځایه مصرف مخنیوي او د طبیعي سرچینو په ساتنه کې د ځوانانو د فعال رول اداء کولو ته هڅول دي.
په پای کې ګډونوالو د دغه علمي او روزنیز سیمینار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د چاپېریال د تخریب د مخنیوي، د اوبو د سمې استفادې او د ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کې به فعال رول ترسره کړي.
۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۵
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه ارتقای‌ظرفیت به صدها تن خبرنگاران، مسوولان مطبوعاتی، ادیبان، مبارزین اهل قلم و جوانان در لوگر 

معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ، با همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر، سیمینار آموزشی یک‌روزه‌یی را با هدف ارتقای‌ظرفیت فکری، عقیدتی و مسلکی خبرنگاران، مسوولان مطبوعاتی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با جوانان و مبارزین اهل قلم در زابل

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل نشست هماهنگی با جوانان و مبارزین اهل قلم این ولایت راه‌اندازی کرد.
مولوی احمد مختار رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل نقش مبارزین اهل قلم، جوانان،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

اعلان نتایج مسابقه کتاب‌خوانی تحت نام تأثیرات اطاعت 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل، ریاست معارف این ولایت و اداره فکری و فرهنگی الرباط مسابقه کتاب‌خوانی تحت نام تأثیرات اطاعت در استحکام نظام شرعی را در ولسوالی میزانه این ولایت راه. . .

BACK TO NEWS