خوست ولايت ته یوه لانډه کتنه : ( Khost )
د خوست ولایت تاریخي، او سیاحتي سیمې،او کلتور :
خوست د افغانستان په جنوب ختيځ کې پروت ولایت دی چې د مرکز کابل سره د ۲۵۶کيلومتره پاخه سرک په واسطه نښلول شوی دی، یاد ولایت درې نيمې لسيزې وړاندې د هېواد د نورو لويو ولسوالیو په څیر د پکتيا ولایت لویه ولسوالي ګڼل کېده، خو د شپتمې ۶۰ لسيزې په اوږدو کې د دريمې درجې ولايت درجه ورکړل شوې ده.
څو کاله وړاندې د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د دوهمې درجې ولایت او په د وروستيو وختونو کې د ولشمر محمداشرف غني په حکم لومړۍ درجې ولایت ته ارتقا ورکړل شوه.
خوست د ځينو ناتائيد شوو احصايو له مخې کابو ۲ میليونه نفوس لري.
د غرونو ډک خوست د ها غاړې پښتانو د قبايلي سيمې وزيرستان او کرم ايجنسۍ سره د ۱۸۵ کيلومترو په اندازه د ډيورنډ فرضي کرغیړنه پوله لري.
د خوست ولایت شمال ، غربي او جنوب غربي سيمې د پکتيا او پکتيکا ولایتونو سره لګیدلي دي او د معتدلې هوا په درلودلو سره د ژوند د ډېرو چارو لپاره پراخه لمنه لري.
خوست چاپېره غرونه لري چې پر ځنګلونو پوښل شوي دي، د تڼيو، ګربزو، منګلو، ځاځي ميدان او ځدراڼو ځنګلونه یې د نمونې په ډول یادولی شو.
یاد ځنګلونه، د جلغوزیو، نښترو، لمنځې، څيړۍ، سرپ، ګورګورې او زيتون ونې لري.
د خوست ولایت مرکز د خوست په نوم یادیږي چې ۱۲ ولسوالۍ او درې اداري واحدونه لري.
ولسوالۍ (تڼي، سپېره، شمل دوه منده، نادرشاه کوټ، اسمعيل خېل او مندوزي، قلندر، موسی خېل، باک، ځاځي ميدان، صبري او یعقوبي، عليشېر او تريزايي، ګربز)
همدا شان د خوست مرکزي سيمې په درې لویو دړو وېشل شوې دي چې(متون، شمل او لکڼ) په نومونو سره یاديږي. یادو درې دړو ته په روایتي بڼه خلک د اداري واحدونو په نوم یادوي( متون، شمل او لکڼ) خو کوم ځانګړی اداري تشکيل یا کوم بل ځانګړی امتياز نلري.
خوست پاخه قومي جوړښتونه لري چې له ډلې یې لاندې قومونه او خېلونه په خوست کې اوسيږي
منګل، ځدراڼ، متونوال، تڼي، ځاځي، بابکرخېل، یعقوبي، اسمعيل خېل مندوزي، ځينې خېل، تريزي، ګربز، صبري، لکڼ
له ذکر شوو قومونو پرته یو شمېر نور واړه قومونه هم په خوست کې اوسيږي، همداراز د کوچيانو یو شمېر خېلونه چې ځينې يې مېشت او ځينې نور یې عبوري کوچيان دي په خوست کې اوسېږي.
د خوست د اوسیدونکو ژبه پښتو ده خو ګڼ شمیر محلي لهجې لري چې د یو او بل قوم خلک پرې ښه پیژندل کېدای شي، د ځدراڼو لهجه، د منګلو لهجه، د ځاځيو لهجه، متونوالو لهجه، د تڼيو لهجه، د ګربزو لهجه د صبريو لهجه.
په خوست کې هندوان افغانان هم شته چې د هندوانو کلي په نوم ځانګړی کلی لري او دوی ورته پرېم نګر وايي.
په خوست کې په منظم ډول د ادبي او فرهنګي هڅو پيل له استقلال ادبي ټولنې وشو، دغه ټولنه په 1396 کې د خوست په مرکز کې تاسيس شوه او له لارې يې په خوست کې ليکوالان، شاعران او فرهنګيان يو په بل پسې راپيدا شول او ورپسې د خوست د مرکز اړوند په لکڼو سيمه کې د محمدصديق روهي او عليشیرو ولسوالۍ کې د عبدالباري جهاني په نومونو ادبي ټولنې جوړې شوې، چې دا مهال یې ځينې پخوانۍ ټولنو خپل فعاليتونه درولي خو تر څنګ یې په خوست کې تر (۱۷) پورې فرهنګي ټولنې په مرکز او ولسواليو کې فعاليت کوي چې هره يوه يې د مشاعرو، غونډو، د کتابونو چاپ او بیلابیلو لارو خپل فعاليتونه کوي. یادو ټولنو کې کم شمیر یې رسمي جوازونه اخيستي، ځينو یې د جواز اخيستلو کارونه پيل کړي دي.
په خوست کې د چنار په نوم کلنۍ مشاعرې هم له تیرو پنځه لسو کلونو راهيسې پيل شوې دي، چې د هیواد له بیلابیلو ولايتونو او له ډيورنډ فرضي کرښې هاخوا فرهنګيان او شاعران په کې ګډون کوي.
په خوست کې دا مهال د مطالعې کلتور ډېر پیاوړی شوى او کتابتونونه هم ډېر دي، چې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست او شیخ زايد پوهنتون پر لويو کتابتونونو سربیره يو شمیر حصوصي پوهنتونونه ، دولتي ، حصوصي مکتبونه او فرهنګي ټولنې هم توانيدلي، چې کتابتونونه جوړ کړي او د دې ترڅنګ په خوست ښار کې کابو تر ۱۰۰ پورې کتاب پلورنځي هم شته، چې ګڼ شمیر کتابونه او مجلې په کې پلورل کيږي او همدرنګه تر پنځه لسو پوري حصوصي مطبوعي فغالیت لري.
په خوست کې د تاريخي آبدو او سيمو سربیره د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په چوکاټ کې موزيم هم شته، چې د دغه ولايت له بیلابیلو سيمو څخه ورته لرغوني اثار او ځينې عجايب راوړل شوي او په کې خوندي دي او دا مهال ۵۰۰ اثار په کې ثبت او موجود دي.
خوست کې د ملي راډيو تلوېزيون سربېره ۱۳ خصوصي راډيو ګانې او درې تلوېزيونونه فعالیت کوي.
(چنار، سولې پیغام، غرغښت، ژمن راډیو، نن اېف اېم، هيلو کاروان، ازمون راډيو، ولس غږ راډيو، یون راډیو، کليد راډيو، رڼا اېف اېم، هوا، ناز او هم غرښت، ژمن او ازمون خصوصي تلوېزيونونه دي)
تر څنګ یې لسګونه چاپي مطبوعات (مجالي او جریدي) هم فعاليت کوي.
خوست کې سل کاله وړاندې د غازي په نوم اخبار چاپېده چې یوه ګڼه یې د خوست په ملي موزيم کې ساتل شوې ده او خوشبختانه د دوهم ځل لپاره د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ د خوست والي محمد حليم فدايي په نوښت چاپ شو ، چې خوشبښتنه د اسلامي امارت د نصحت اونیزه هم د غازي په نوم تبدیله شوه اوس هم جریان لري.
د خوست ځمکه دوه فصليزه ده چې غنم، جوار، وريژې او مۍ د خوست خلکو کرنيز محصولات دي.
میوه جات: چارمغز، جلغوزي، بادام، زردالو، الوچې، ګورګورې، هندواڼې...
سبزيجات: بنجان، بنډۍ، کچالو، تور بنجان، ګولپی، ګازرې....
خوست ولايت د ملي موزيم اثارو سربېره یو شمېر تاريخي آبدې، باستانې سيمې او سياحتي سيمې لري، چې د کال په اوږدو کې لسګونه زره سېلانيان د سيل او سیاحت لپاره ور درومي . د یادو تاريخي سيمو په اړه د همدې ليکنې په راتلونکو برخو کې تفصيلي معلومات ليکل شوي دي.
خوست کې پياوړي دودونه شته چې یاد دودونه د وروڼو قومونو تر منځ د ورورولۍ او مينې فضا رامنځته کوي
بېلګې یې:
پګړې(اشرونه) چوغې، قومي جرګې، ملي اتڼ، د وادونو او اخترونو میلې، د نوروز جشنونه.
د خوست خلک هم د افغانستان د نورو ولایتونو د اوسیدونکو په څیر، د غنمو ډوډۍ، پلوي وريژې، غوښې او سبزيجات ډېر کاروي خو یوازينی او ځانګړی خوراک چې په خوست کې رواج دی، هغه (مۍ وريژې)ډنډکی دی.
د خوست ولایت خلک په اوسني وخت کې بیلابیلې لوبې تر سره کوي چې، والي بال، کريکټ، فوټبال او هاکي، نیزه بازي یې مشهورې لوبې دي ، په اوس وخت کې کریګټ هم یوڅه پرمخ تللي ده لوبغاړي او نندرچیان لري.
خوست کې، د سیاحتي سیموته کتنه :
څرنګه،چې ګرځندوی(سیاحت) د هېوادونو د زیربناوو، فرهنګ او اقتصاد د ودې په برخــه کــې بې ساری اغېزمن رول لري؛ نو د نړۍ زیاتره هېوادونه هڅــه کوي،چې د خپلو توریستي سیمو، تاریخي اثارو او ابــدو ته د نړۍ د ګرځندویانو پام واړوي، په حقیقــت کې ګرځندويي د یو شمېرهېوادونو د عوایدو لومړنۍ او اساسي سرچینه ګڼل کېږي او د همدې لارې د ورځې په جریان کې په مېلیونونو عواید تر لاسه کوي .
د نړۍ په کچه افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی،چې په خپله غیږه کې ډېر لرغوني اثار، تاریخي څلي او سیاحتي سیمې لري، چې د نړۍ ګرځندویان پرې راماتېدلی شي،چې د همدې جملې څخه خوست ولایت هم تاریخي او سیاحتي سیمې ، لرغوني ، کلاګانې او نورې د سیاحت د برخې پراخې منطقې لري، چې اوس هم یادو سیمو ته د همدې ولایت ځوانان د لیدو او سیاحت لپاره راځي د خوست ولایت د سیاحت د برخې د هرې سیمې پیژندنه په لنډه توګه معرفي شي.
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د اد مامد سیمه چې یوه تاریخي او زړه راښکونکي سیمه بلل کیږي ، یاده تاریخي سیمه د ټنیو ولسوالۍ په لودیځه برخه کې شتون لري، چې شاوخوا یې لوی لوی غرونه شتون لري، سیمه د غرونو د څیړۍ او نورو ونو لاندې کړې او طبیعي ډوله ښکاري ، تازه او ساړه هوا لري چې اوس مهال هم د خوست ولایت ځوان یادې سیمې ته د سیاحت او میلو لپاره ورځي او هملته میلې او اتڼونه ترسره کوي، د ورځې پرمهال لسګونه خوست میشتي له دې تاریخي او زړه راښکونکي سیمې لیدنه کوي،همداشان د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالي د امن او ثبات ترڅنګ ، تاریخي سیمې او کلاوې لري ، زیاتره غرونه او د ښتې یې شنې او سرسبزې دي چې هلته هم ددې ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو ځوانان ځي او د هغې ولسوالۍ له ښکلاګانو لیدنې کوي ، ددې ترڅنګ د خوست ولایت د ښار په ختیځه برخه کې د مېلمه کوټ باغ هم هغه مشهور او تاریخي باغ دی، چې د ملي ورځو د لمانځلو ترڅنګ ،هلته اخترونو کې ځوانان را ټولیږي او هلته میلې او ساعتیرۍ کوي ، همدا راز ددې تر څنګ په میلمه کوټ باغ کې د تعلمي کال په پای کې هغه ځوانان چې د پوهنتون او یا له ښوونځیو فارغیږي هغوی هم د یادګار په ډول له خپلو همصنفیانو او همزولو سره په ډلییز ډول د خوشالۍ میلې لمانځي، دې ته ورته د یو بل مشهور باغ یادونه هم کوو، چې هغه د فارم باغ په نوم یادیږي هغې ته هم د ورځې په لسګونه ځوانان ځي او د طبیعي منظرو او اب هوا یې خوند اخلي،څه موده وړاندې هم په همدې باغ کې د خوست زیاتره ځوانان راټول شوې وو د میلې ترڅنګ یې له هغه باغه د سولې اواز پورته کړ او ددې ترڅنګ یې هلته پلاستیکي ټوپکونه مات ، اوځوانانو یو بل ته قلمونه ډالۍ کړ، چې پیغام او موخه یې د جنګ پای ته رسول او د قلم له لارې هېواد او خاورې ته خدمت کول وو، همداشان د ایسار غوڼدۍ هم تاریخي قدامت لري چې د خوست ولایت د مرکز اړوند په ۱۲ کیلو مترۍ کې د منګسو په سیمه کې موقعیت لري چې د یادې غوڼدۍ ځینې برخې جوړې شوې دي چې ګرد چاپیره یې روانې اوبه بهیږي او شاوخوا ساحه یې شنه او سرسبزه ښکاري ، هغې ته هم ددې ولایت ځوانان د لیدو او ساعتیرۍ لپاره ورځي او ترڅنګ یې د نوروز میلو او نورو تاریخي ورځو پرمهال د نیږدې کلیو ځوان ورځي او هلته میلې او د خوشالۍ جشنونه جوړه وي ، بل خوا همدې سیمې ته نیږدې د کوکارک بابا په نوم لوړ غرونه هم د نوروز میلو او جشنونو په ورځو کې د ځوانانو ډک وي او هلته هم ځوانان ځي ساعتیرۍ او نورې ورځې لمانځي چې هغه هم طبیعي ښکلا لري او ددې ترڅنګ په هغه کې هم د پښتون قوم مشر خاورو ته سپارل شوی او ځینې وختونه دیاد غره پر سر ځوانان د شپې هم پاتې کیږي او هلته میلې ترسره کوي .
د خواجه متون تپه هم په دې ولایت کې تاریخي تپه ده چې هغه هم په ځینو میلي او تاریخي ورځو کې له ځوانانو خالي نه وي او د دغې تپې په ځینو برخو کې د زیتونو ونې شتون لري ، او ځینې له منځه ولاړې دي، خو ښارته د نیږدې والي په صورت په دغه تپه کې د ورځې هر ماذیګر لسګونه ځوانان راټولیږي .
په دې ولایت کې نورې تاریخي او سیاحتي سیمې هم شتون لري ، چې دیادو سیمو ترڅنګ نورو ځایونو ته ددې ولایت ځوانان د میلو او جشنونو د لمانځلو لپاره ځي او هلته میلې او اتڼونه کوي، چې خوست ولایت معتدله اب، هوا لري او ددې ترڅنګ یې طبیعي سیمې هم زړه راښکونکي دي ، که چیرې د تڼیو ولسوالۍ د اد مامد په سیمه کې د دولت لخوا سرمایه ګزاري وشي او هلته د ځوانانو د غوښتنې سره سم هوټلونه او نور د ساعتیرۍ لپاره ځایونه برابر شي نو کیدلی شي چې د نړۍ د هېوادونو د سیاحینو تواجو هم راواړي ، همداشان د خوست د میلمه کوټ باغ چې د خوست ولایت سره په دوه نیم کیلو میترۍ کې پروت دی که په هغه کې د خارجي سیاحینولپاره مېلمستون او د اوسیدو ځایونه له سره ورغول شي نو کیدلی شي چې ددې ولایت په عوایدو مثبت تاثیرات وغورځوي، په عمومي ډول لیکو که ددې ولایت په تاریخي ، بستاني او سیاحتي سیمې له سره کار پیل شي او هلته د سیاحینو غوښتنې په پام کې ونیول شي، نو شوني ده چې د داخلي سیاحینو ترڅنګ خارجي سیاحین ددې ولایت ته راشي ، په دې سره به له یوې خوا یادې سیمې له سره رغول شوې وي، او له بلې خوا به یې دولت ته په زیاته اندازه عواید هم جمع شوې وي.