د ګرځندوی ادارې رسمي بنسټ پیل
د افغانستان د ګرځندوی چارې او لومړني پلانونه د ۱۳۳۷ هـ ش / ۱۹۵۸ میلادي کال کې چې عبدالوهاب طرزي ، د افغانستان له مخکښو دیپلوماتانو څخه وو لومړني ګامونه يې د دې لپاره واخیستل چې افغانستان په نړیواله کچه معرفي کړي. خو د دې ادارې رسمي او اداري بنسټ په ۱۳۴۲ هـ ش / ۱۹۶۳ میلادي کال په ترڅ کې، د وخت د حکومت په نوښت، د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د سلطنت په دوره کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې کېښودل شو.
دا اداره یوازې تشریفاتي بنسټ نه و، بلکې یو ستر رسالت یې لره: افغانستان د یوه امن، تاریخي، طبیعتدوسته او مېلمهپاله هېواد په توګه نړۍ ته معرفي سو.
له لومړنیو اقداماتو کې په څو ولایتونو کې دفترونه جوړ کړل:
- په کابل، هرات، بامیان، مزارشریف او ننګرهار کې،
- د افغانستان د معرفي لپاره نقشهگانې او بروشورونه په بېلابېلو ژبو چاپ کړل.
- د فرهنګي نندارتونونو تنظیم په لار واچول.
- د ویزې د اخیستو بهیر آسان کړی.
- او د ترانسپورتو بنسټونو پیاوړي کړل.
د روڼاۍ دوره د ۱۳۴۰ او ۱۳۵۰مو لسیزو
په دې موده کې افغانستان د ګرځندوی تر ټولو زرینه دوره تجربه کړه. زرګونه سیلانیان له اروپا، امریکا، جاپان، ایران او عربي هېوادونو څخه افغانستان ته راتلل. مشهور مسیر چې «هیپي ټریل» په نامه یادېده، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې ډېر مشهور و، او افغانستان یې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د ځمکنۍ سفر یوه مهمه تمځای وبوله.
د بابا غرونه، د جام منار، د هرات ارګ، د تیموري شهزادهگان، بند امیر، او د کابل دودیز بازارونه د دې هېواد د ښکلا او تاریخي ارزښت ریښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړ. مشهور هوټلونه جوړ شول او د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ مستقیم الوتنې پېل شوې.
د رکود مرحله – له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۸۰ پورې
له بده مرغه، د ثور د کودتا، د شوروي اشغال او د کورنیو جګړو له امله د ګرځندوی څراغ مړ شو. ادارهیې تقریباً بنده شوه، دفترونهیې له منځه لاړل او ډېر بنسټونه یې سخت زیانمن شول. افغانستان د نړیوال ګرځندوی له نقشی ووت.
د بیا احیا هڅې – له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۴۰۰ پورې
د جمهوریت تر چتر لاندې، دا اداره یو ځل بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې فعاله شوه. د ګرځندوی سیمو د بیا رغونې، داخلي سفرونو د تنظیم، فرهنګي فستیوالونو د جوړولو، او د ځوانانو د روزنې پروګرامونه پیل شول. بامیان، پنجشیر، بدخشان، هرات او ننګرهار بیا د کورنیو او ځینو بهرنیو سیلانیانو د پاملرنې مرکزونه شول.
نوې مرحله – له ۱۴۰۰ کال څخه تر اوسه
الحمدلله، د افغانستان اسلامي امارت افغانستان تر حاکمیت لاندې، د ګرځندوی په برخه کې نوې فصل پیل شوی؛ داسې فصل چې د اسلامي ارزښتونو، داخلي ظرفیتونو او د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د مشارکت پر بنسټ ولاړ دی.
اساسي ګامونه يې:
- د شریعت او ملي ګټو سره سم د ګرځندوی قانون جوړول.
- د سیاحتي شرکتونو او سیاحتي هوټلونو میلمستونونه ته شرطنامې تنظیمول.
- سرتاسري امنیت تأمین او د بهرنیو سیلانیانو لپاره آسانتیاوې برابرول.
- د کورنیو تعلیمي سفرونو تنظیم.
- او د افغانستان د واقعي انځور د نړیوالي معرفي لپاره د ډیجیټلي وسایلو کارول.
پایله:
د تحلیل له مخې، ګرځندوی نه یوازې یوه اقتصادي موقع ده، بلکې یو ستر ستراتیژیک وسیله هم ده، چې د ملي هویت د پیاوړتیا، فرهنګي پیوندونو د ټینګښت، او د اسلامي تمدن د معرفي لپاره ارزښت لري. د دې صنعت بیا احیا یوه متوازنه لید ته اړتیا لري چې پکې دوامداره پراختیا، د فرهنګي میراث ساتنه او د اسلامي ارزښتونو مراعات شامل وي.
د هېواد د طبیعي، تاریخي او انساني ظرفیتونو څخه په ګټه اخیستنه، د ملي عزم، علمي مدیریت، او د امارت او ملت له ملاتړ سره، افغانستان کولی شي د سیمې او نړۍ یو مهم سیاحتي مقصد وګرځي.
:::
د ګرځندوی د فعالیتونو انسجام ریاست چې د ګرځندوی چارو د وړاندې کولو مسؤلیت لري، په لاندې برخو کې خدمات وړاندې کوي:
سیاحتي جواز لیکونه
۱- په لومړي قدم کې کرځندوی، مالي او اداري معینیت په عنوان غوښتنلیک
۲- د سیاحتي شرکتونو د بنسټ ګرو یا ایجادونکو د فورم ترتیب او په لاس رسي کې
۳- د هغه سیاحتي شرکت تضمین وړاندې کول، چې د سیاحتي، لوژستیکي، تجارتي یا کوم بل معتبر شرکت جواز ولري.
۴- د سیاحتي شرکت له لوري د تجارتي پلان ترتیبول او د مراحل د بشپړولو لپاره وړاندې کول.
۵- د ګرځندوی ریاست له خوا جنایي استعلامونه او تشخیصیه نمبر برابرول او د اړوندو مراجعو له لوري د ځواب ترلاسه کول
۶- د غوښتونکي له خوا د شرکت حق الامتیاز ۳۰۰۰۰ دیرش زره افغانۍ ورکول، د یادونې وړ ده، هر هغه خدمت چې د زیارتي، درملنې او زده کړو د برخې شامل وي، د هر خدمت لپاره ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ نور د لګښت په توګه اخیستل کیږي.
۷- د جواز د چاپ پروسسه د اسنادو له تاییدي وروسته اجرا کیږي.
ګرځندویانو برخه:
ولایاتونو ته د سیلانیانو د سفر همغږۍ برخه هم شامله ده
۱- د هېواد ولایتونو ته د سیلانیانو د کتبي پېژندنې او له محلي ادارو سره د همغږۍ لپاره، د افغانستان اسلامي امارت پالیسۍ دا ایجابوي، چې د سیلانیانو د پېژندنې په موخه له ادارو او محلي ټولنې سره د کتبي پېژندنې له طریقې استفاده وشي.
د ځانګړو لارښوونو عملي کول اړین دی، ځکه دا اقدام د ګرځندوی ریاست له لوري د سفر اسانتیا، د غوره امنیت او د همغږیو د ښه کېدو په موخه ترسره کېږي، چې اړین مراحل یې په لاندې ډول په پام کې نیول کېږي:
د شرکتونو له لوري رسمي پيژندنې په موخه مکتوب لیکل:
لومړی پړاو: شرکتونه او د سیلانیانو خدمتونو وړاندې کوونکي مکلف دي، چې هر ګرځندویه ټیم ته رسمي مکتوب چمتو او د احکام په موخه د ګرځندوی، مالي او اداري چار ومعینیت ته راوړي، چې د لاندې ذکر شویو معلوماتو درلودنکی وي:
د سیلانیانو بشطړ مشخصات، نوم، د پاسپورت شمېره، تابعیت او د سفر هدف
د سفر پلان( موخې، د هر ګرځندوی د موخې نېټه او د سفر په لړ کې د اقامت ځای
د هغه لارښود نوم او مضخصات چې له سیلانیانو سره ملتیا کوي.
د شرکت اطلاعات او د عاجل اړیکې نیونې په موخه د ټیلیفون شمېره
دویم پړاو: د سیاحتي شرکت غوښتونکي یا پخپله د ګرځندوی مهر او لاسلیک سره مکتوب ترتیبول او وروسته له دې چې احکام ترلاسه کړي، د مکتوب ترلاسه کولو لپاره د ګرځندوی ریاست ته مراجعه وکړي، چې د ورکړل شوي مهال وېش له مخې، ګرځندویان مکلف دي چې هر ولایت ته په سفر د همغږۍ په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته مراجعه وکړي.
د ولایاتو له لوري د ذېربطو ادارو سره همغږۍ
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه مکلف دي چې د مکتوب ترلاسه کولو او د سیلانیانو په اړه د خبرتیا وروسته، مکتوب له اړوندو امنیتي او نورو محلي ادارو سره شریک کړي، تر څو اړینه همغږي رامنځته شي.
لاسي صنایعو برخه:
دې برخه کې د لاسي صنایعو متشبثیتونو غوښتنکو ته په ملي نندارتونونو کې او د امکان په صورت کې نړیوالو نندارتونونو کې همکاري ترسره کېږي.
لومړی پړاو: موضوع د عریضې په بڼه د جواز، د متشبث د فعالیت ډول او نورو مشخصاتو سره د ګرځندوی د مالي او اداري معینیت مقام ته وړاندې کېږي.
دویم پړاو: وروسته له دې چې موضوع وکتل شي او پرې احکام صادر شي، د ګرځندوی ریاست ته راجع کېږي او لازمه همکارۍ ترسره کیږي.
د سیلانیانو د لارښود کارډ پروسیجر یا کړنلاره:
۱- په لومړي قدم کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت په عنوان غوښتنلیک
۲- د هویت تثبیت فورم وړاندې کول
۳- د تضمین ورکړه د هغه شرکت له لوري چې د ګرځندوی لارښود وي.
۴- د ګرځندوی ریاست له لوري د جنایي استعلامونو او تشخیص نمبر وړاندې ورکول او د اړوندو مراجعو له خوا د ځواب ترلاسه کول
۵- د سیلانیانو د لارښود د حق الامتیاز فیس ورکول او د کارت چاپول
د سیلانیانو د احصایې راټولولو او ویزې د تمدید د عمومي مدیریت لایحه
د احصایې راټولولو او د ویزې تمدید عمومي مدیریت
لومړی پړاو: د بهرنیو سیلانیانو ارقام او احصایه میاشتنی ډول راټولیږي ترڅو اړوندو ادارو او رسنیو ته وړاندې شي او د وزارت د مقام د غوښتنې په صورت کې مقام ته هم د بعدی اجرااتو لپاره راپور وړاندې کیږي.
دویم پړاو: په ربعوار ډول د فورمې لیږل، چې دا فورمه د درې برخو څخه جوړه شوې ده: د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو احصایه او د ګرځندوی په صنعت کې د عوایدو او د خلکو د استخدام معلومات په کې شامل دي، چې مشخص فارمټ کې هر ولایت خپلې پورته یادې شوې احصاییوي ربعوار راپور د یو مکتوب په وسیلې دې ادارې ته د راتلونکو اقداماتو لپاره لیږي.
دریم پړاو: د ګرځندوی د برخې احصایې ترتیب، تنظیم او توحید کول د دې وزارت له لارې صورت نیسي.
څلورم پړاو: د دولتي ادارو او د ګرځندوی د خصوصي سکتور کې د استخدام شویو اشخاصو د احصایې راټولول.
پنځم پړاو: د ګرځندوی په برخه کې د دولتي ادارو عواید، د ګرځندوی سرچینو عواید او د خصوصي سکتور عواید راټولول.
شپږم پړاو: د ثبت شویو فورمونو راټولول او په اړونده ډیټابس کې یې ثبت
اووم پړاو: د ګرځندوی له مسؤلینو سره اړیکې ټینګول په دې موخه چې په هېواد کې د (۳۳) ولایتونو، وزارتونو، بندرونو او هوایي ډګرونو سره د منظم احصایوي سیستم درلودل یقیني شي
اتم پړاو: د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ محترم ریاست ته د سیاحتي ویزې د تمدید او خروج لپاره د غوښتونکي پېژندنه
نهم پړاو: د سیاحتي ویزې د غوښتونکي شرایط په دې ډول دي: ۱- د غوښتنلیک لرل، د وزارت د مقام، د ګرځندوی معینیت او د ګرځندوی ریاست د حکم تایید او د پاسپورټ او ویزې کاپي. ۲- د ګرځندوی ویزه د یوې میاشتې لپاره صادرېږي او یوازې یو ځل تمدید کېدای شي.
لسم پړاو: د متقاضي د مشخصاتو، د ویزې تمدید او یا خروج په اړونده ډیټابس کې ثبت کول
یولسم پړاو: د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت او د دې وزارت اړوندو ریاستونو د ملاتړ له مخې له سیاحتي ادارو سره همغږۍ
د ګرځندوي د فعالیتونو د ارتباط او ارزونې عمومي مدیریت کاري لایحه:
لومړی پړاو: د سیاحتي شرکتونو او د سیلانیانو د استوګنې اړوندو ادارو د اتحادیو سره اړیکې ټینګول او د مرکز او ولایتونو د ګرځندوي سرچینې راټولول.
دویم پړاو: دولتي او خصوصي شرکتونو ته د ګرځندوی د برخې طرزالعملونه او پالیسۍ په اختیار کې ورکول
دریم پړاو: د ګرځندوی قانون د رعایتولو او اطاعت په موخه د ګرځندوی ریاست لارښوونې او هدایتونه سیاحتي شرکتونو ته ابلاغ کول.
څلورم پړاو: په مرکز او ولایاتو کې د کال په اوږدو کې سیاحتي شرکتونو او د سیلانیانو د استوګنې ځایونو د فعالیتونو څارنه او ارزونه کول، ترڅو معلومه شي، چې فعالیتونه یې د ګرځندوي قانون سره سم دي که نه؟
پنځمه پړاو: د سیاحتي شرکتونو او د سیلانیانو د استوګنې ځایونو د فعالیت د څرنګوالي راپور ترتیب او د ګرځندوی د معینیت مقام سره شریک کول.