بلنلیک
د کندوز ولایت؛ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د ترنم او ترانو ریاست سره په همکارۍ، په پام کې لري چې د شمال ختیځ زون په کچه د «ريديګل دودیزې مشاعرې» تر سرلیک لاندې یوه پرتمینه فرهنګي مشاعره ترسره کړي.
په همدې موخه، د یاد زون د ټولو ولایتونو له درنو شاعرانو، لیکوالانو، نعتویونکو، ترانهویونکو، د شعر او ادب له مینهوالو او عام ولس څخه په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، څو په دې سترې او پرتمینې فرهنګي غونډه کې ګډون وکړي او خپل حضور نور هم وځلوي.
پته: کندوز ښار – ښاروالۍ لوبغالی (چمن)
وخت او نېټه: چهارشنبه، د شوال ۲۸ مه ۱۴۴۷ هـ.ق – د وري (حمل) ۲۶ مه ۱۴۰۵ هـ.ش، ماښام ۵ بجې وروسته له ماسپښینه
په درنښت
د کندوز - اطلاعاتو او فرهنګ ریاست
