اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د تقاعد شویو مامورينو ستاينه وشوه

tawana_admin
Sat, Sep 14 2024 3:27 PM
lkj

 شنبه ( ۱۱ د ربيع الاول ۱۴۴۶) اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ددې وزارت د يو شمېر رياستونو مامورين چې دې وروستيو کې تقاعد شوي وو، وستايل شول.
 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د دې کارکوونکو په ستاينغونډه کې د دوی د کار پرمهال د کړو خدمتونو او فعاليتونو ستاينه او قدرداني وکړه او دوی يې د هېواد کدرونه وبلل، نوموړي وويل: هېوادونه په پيسو نه، بلکې د کدرونو په درلودلو سره قوي کېږي، هغه هېوادونه چې علمي کدرونه لري، نن قدرتمند هېوادونه دي.
ښاغلي جمال زياته کړه؛ د ننيو ادارو شتون د متقاعدو مامورينو د کار پايله ده، دوی د خپل ماموريت پرمهال نور مامورين روزلي دي، تر څو خلکو ته خدمات وړاندې کړي او ادارې په خپلو پښو ودروي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين له کارکوونکو وغوښتل، چې هر چېرې او هره اداره کې کار کوي، نور مامورين دې هم په سمه توګه وروزي، چې تر تقاعد وروسته يې په اداره کې بديل واوسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ارشاد او دعوت رئيس مولوي محمد طیب هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د متقاعدو مامورين خدمات وستايل او ويې ويل: دوی لپاره د وياړ او نيک بختۍ ځای دی، چې په دولتي ادارو کې له څلوېښت کلن خدمت وروسته په خوشحالۍ سره تقاعد کېږي.
د یاد وزارت د بشري سرچينو رئيس مولوي نقیب الله نعمان وويل: په وروستيو کې ددې وزارت ۱۳ تنه کارکوونکي تر څلويښت کلن خدمت وروسته تقاعد شوي دي، چې زمونږ مسؤليت او مکلفيت دی چې د دوی د خدمتونو ستاينه وکړو.
د تقاعد شوو مامورينو په استازولۍ علی احمد احمدي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسؤلينو له لوري د دوی د ستاينې له امله مننه وکړه او ويې ويل: د خپل ماموريت پرمهال مو فقط د هيواد او هيوادوالو د خدمت په موخه وظيفه ترسره کوله، کلونه مو دې وزارت او خپلې خاورې ته خدمت کړی دی، چې د ځان له پاره يې وياړ بولو.
همدا راز تقاعد شوو مامورينو وړانديز وکړ، هغه شمېر کارکوونکې چې اوس هم د خدمت کولو توان لري، باید ورته د کار کولو زمينه برابره شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلينو دوی ته ډاډ ورکړ، چې په وړاندې به يې غور وکړي او لازمه همکاري به ورسره وکړي.


۱۴۰۳/۶/۲۴ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۱۴ میلادي

تازه ترین اخبار

Mon, Oct 19 2026 11:45 AM
Background image

Balkh: Afghanistan’s Cultural Capital and a Crossroads of Civilizations — Academic and Research Seminar Held in Mazar-i-Sharif

A one-day academic and research seminar titled “Balkh: Afghanistan’s Cultural Capital and a Crossroads of Civilizations” was held in Mazar-i-Sharif to highlight the province’s rich. . .

Mon, Oct 19 2026 9:58 AM
Background image

Construction Begins on Protective Wall at Historic Shrine in Sar-e Pol

Construction has begun on a protective wall around the Imamzadeh Yahya ibn Zayd Shahid Shrine in Sar-e Pol Province, in a project costing more than AFN 300,000.
The wall will be 70. . .

Sun, Oct 18 2026 3:26 PM
Background image

Decree No. 17 Banners Installed Across Several Areas of Deh Sabz District

The Kabul Provincial Department of Information and Culture has installed numerous banners in various parts of Deh Sabz District to publicize Decree No. 17 issued by the leadership (may. . .

BACK TO NEWS