د کتاب اونۍ په مناسبت د هېواد په ګن شمېر ولایتونو کې د کتاب نندارتونونه جوړ شول
د روانې اونۍ په ترڅ کې چې د کتاب نړيوالې اونۍ په نوم نومول شوې ده، په پنجشیر، غزني، غور، بلخ، فاریاب، ننګرهار، نورستان، هلمند، میدان وردګ، سمنګان، فراه، بامیان او يو شمېر نورو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ د کتابونو نندارتونونه جوړ شول.
په یادو نندارتونونو کې د دولتي ادارو مسؤلينو، شاعرانو، فرهنګيانو، ليکوالانو، ځوانانو، د ادب مينه والو او محصلينو برخه اخيستې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو د مسؤلينو په وينا؛ د کتاب نړیوالې اونۍ په مناسبت د کتاب د نندارتونونو له جوړېدو څخه يې موخه د ټولنې د بېلابېلو طبقو ترمنځ د لوستلو فرهنګ ته وده ورکول دي.
۱۴۴۵/۱۱/۸ هـ ق
۱۴۰۳/۲/۲۷ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۶ میلادي
