کابل سرينا هوټل د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت نه سل مليونه افغانۍ پوروړى دى

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 22 2020 11:19 AM
هوتل کابل سرینا ۱۶۸ میلیون دالر مقروض وزارت اطلاعات و فرهنگ است

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته د کابل سريناهوټل د ١٠٠ مليونو افغانيو پور په باب د هوټلونوشرکت د عالي شورا فوق العاده غونډه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ محمد طاهر زهير د دولت د پورونوترلاسه کول د وزارت له مهمو دندو څخه وبلل او ويې ويل: د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته د کابل سرينا هوټل د سلومليونوافغانيو حق الاجارې موضوع څېړنه مهمه ده چې بايد ورته پاملرنه وشي.

په دې غونډه کې د هوټلونو شرکت رييس ذبيح الله احسان د کابل سرينا هوټل د پور په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: کابل سرينا هوټل له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦ پورې د دغه هوټل د اجارې د نه ورکولو له پلوه ١٠٠ مليونه افغانۍپوروړى دى چې بايد دا پور د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هوټلونود دولتي شرکت لوى رياست ته ورکړي.

هغه دغه راز وويل: چې کابل سرينا هوټل د هوټلدارى خدمتونه په عصري اومسلکي ډول وړاندې کوي اوموږ ورڅخه خوښ يو.او قدرداني يې کوو.

او غواړو چې په راتلونکې کې هم ښې اړيکې ولرو.
د هوټلونو شرکت رييس زياته کړه : موږ له کابل سرينا هوټل څخه د خپل جايداد دحق الاجارې د ډير ژر حاصلولو غوښتنه کوو.

هغه زياته کړه کابل سرينا هوټل په ٢٠٠٥ کال کې له بيا رغاونې وروسته د دېرشوکلونو لپاره د هغه اوسني خاوند ته په اجاره ورکړ شوى دى. چې د قرارداد له مخې له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١٠ پورې د اجارې له ورکولو څخه معاف و او له هغه وروسته يې بايد د اجارې پيسې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هوټلونو شرکت ته ورکړى واى ؛ خو له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦ پورې يې د اجارې پيسې نه دي ورکړي اوسل مليونه افغانۍ دهوټلونو له شرکت څخه پوړوړى دى.

دغه راز د هوټلونو شرکت رييس وايي: د حق الاجارې د ورکولو په خاطر يې څومکتوبونه د کابل سرينا هوټل ته لېږلي دي خو د دغه هوټل ادارې تراوسه پورې په دې باب اقدام نه دى کړى.

د کابل سرينا هوټل مالي مسوول صفت الله وزيري په دې غوڼده کې وويل، چې کابل سرينا هوټل له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦ پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هوټلونوشرکت ته ٣٢ مليونه افغانۍ ورکړي دي او د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه سل مليونه افغانۍ پوروړى دى‌.

هغه دغه راز ادعاوکړه چې د ماليې وزارت تېرکال ٤١٦مليونه افغانۍ دکابل سرينا هوټل له حساب څخه د ماليې له درکه وضع کړي دي . سره له دې چې کابل سرينا هوټل د قرارداد پربنسټ د لسو کلونولپاره د ماليې له ورکولو څخه معاف و.

هغه دغه راز زياته کړه ،د قرارداد له مخې بايد د افغانستان دولت د زرنګار پارک او د افغانستان بانک اود کابل سرينا ترمنځ سړک هم هوټل ته ورکړى واي . چې نه يې دى ورکړى . او له دې پلوه هم د هوټل خاوند زيانمن شوى دى
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د دواړو لورو د رپوټونو له اورېدو وروسته وويل چې په لومړي ګام کې موضوع دې د دواړو لورو ترمنځ حل شي که چېرې موضوع د هغوى ترمنځ حل نه شوه يوه واکمنه کمېټه دې جوړه شي چې له څېړنې وروسته ترلاسه کړې پايلې مسوولو مقاماتو ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې د موضوع د څېړنې په مقصد د همغږۍ غونډه جوړه شي .

تازه ترین اخبار

Sun, Sep 06 2026 9:10 AM
Background image

Deputy Minister for Culture and Arts Meets with Director General of Turquoise Mountain

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Culture and Arts at the Ministry of Information and Culture, met with Ms. Lian, Director General of Turquoise Mountain in Afghanistan,. . .

Wed, Sep 02 2026 4:13 PM
Background image

New Directors Appointed to Departments of the Ministry of Information and Culture

Pursuant to a decree issued by the Office of the Prime Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan, three new directors have been appointed to key departments of the Ministry of. . .

Tue, Sep 01 2026 4:35 PM
Background image

Signage and Advertising Boards Reform Commission Conducts Inspection in Kabul’s 2nd District

On 18 Rabi’ al-Awwal 1448 AH, as part of its ongoing field activities, the Signage and Advertising Boards Reform Commission, affiliated with the Deputy Ministry of Publications of the. . .

BACK TO NEWS