لغمان کې د امارت پیژندنې علمي سیالۍ ازموینه واخیستل شوه
شنبه( ۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د قرغیو ولسوالۍ د بیلابیلو ښوونځیو او مدرسو له ۲۰۰ تنو زده کوونکو څخه د امارت پیژندنې کتاب د علمي سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.
د ځوانانو چارو امر قاري ذبیح الله ناصح وویل: ددې سیالیو موخه د ځوانانو فکري اصلاح، روزنه او علمي سویه لوړول دي.
نوموړي وویل: دوی پلان لري چې په ټولو ولسوالیو کې ورته سیالۍ ولري، چې له ازموینې وروسته به مخکښ ګډونوال په ډالیو ونازوي.
د سيالۍ ګډونوالو وویل: امارت پیژندنه کتاب کې یې د اسلامي امارت اړوند ډیر څه زده کړل.
