سرپل کې له يو شمېر لیکوالانو، شاعرانو او نوښتګرو ځوانانو سره ناسته ترسره شوه

wares_admin
Tue, Jan 16 2024 2:17 PM
.....

تېره ورځ د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د ياد ولايت له يو شمېر ليکوالانو، شاعرانو، نوښتګرو ځوانانو، خطاطانو، د رسنيو له مسؤلينو او فرهنګيانو سره د همغږۍ د پياوړتيا، د ځوانانو د ظرفيت لوړونې او د فرهنګيانو څخه د ملاتړ په موخه ناسته وکړه.
د ناستې ګډونوالو ته د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما وويل: د ا.ا. مشران له ليکوالانو او فرهنګيانو څخه د ملاتړ لپاره مختلف پلانونه لري، ځکه هېواد د پرمختګ لپاره تاسو فرهنګيانو او ځوانانو ته اړتيا لري، د اطلاعاتو او کلتور رياست هم ستاسو له لاسته راوړنو څخه ملاتړ کوي، او دا ډول ناستې به د همغږۍ د پياوړتيا په موخه نورې هم زياتې کړو.
شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د ناستې جوړولو له امله مننه وکړه، هغوی د کلتوري پروګرامونو او مشاعرو د ترسره کولو او د ليکوالانو او شاعرانو د کتابونو د چاپ کولو غوښتنه يې وکړه.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د سرپل ولايت د ليکوالانو او شاعرانو د ثبت کولو او پېژندلو لپاره به په اطلاعاتو او کلتور رياست کې ډيټابیس جوړ کړل شي.

۱۴۴۵/۷/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۵ هـ ش

تازه ترین اخبار

Mon, Jun 15 2026 3:28 PM
Background image

The regular meeting of the Book Evaluation Commission was held. 

On Monday (29 Dhul-Hijjah 1447), the regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry of Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS