د نيمروز ولايت د ځوانانو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي پيل شوه
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د غونډو په تالار کې د ديني مدرسو د طالبانو او محصلینو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي پيل شوه.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، الحاج مفتي حبيبالله "الهام" په دې غونډه کې د علماوو، استاذانو او ګډونوالو له حضور او راتګ څخه د مننې ترڅنګ د سيالۍ د اصولو د بيانولو سربیره وويل، هڅه کوو ترڅو دا ډول نور پروګرامونه د ځوانانو لپاره جوړ او ترسره کړو.
په دې سیالۍ کې چې دوه ورځې به دوام وکړي، له ۵۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې، چې د سیالۍ په لومړۍ ورځ به ۳۹ تنه ګډونوال د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د ټاکل سويو داورانو په حضور کې د یووالي او پیوستون، د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لاملونه، ملت پالنې، په اسلام کې د ښځو د حقوقو او د اسلامي نظام په پاېښت کې د ځوانانو د رول په اړه ویناوې وکړي.
