د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د وینا فن سیالۍ تر سره شوه

wares_admin
Thu, Dec 21 2023 12:35 PM
.....

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ۲۲ ښوونیزو مرکزونو د زده‌کوونکو ترمنځ د وینا فن تقریري سیالۍ تر سره شوه چې د اطلاعات او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي، دیني عالمانو او ځوانانو پکې برخه اخیستې وه او تر درېیم مقام ممتاز ویناوال وستایل شول.
 عبید الله د مرکزي جهاديه مدرسې زده‌کوونکی د وینا فن سیالۍ لومړی مقام، ضیاءالحق د نور الهدا مدرسې زده‌کونکی دوهم مقام او ملا رحیم‌الله د مدرسه دارالعلوم حنفیه څخه درېیم مقام تر لاسه کړ.
د یادې سیالۍ د تر سره کېدو پر مهال د اطلاعات او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي وویل: د سیالۍ هدف د ځوانانو مطالعي ته تشویق کول، د عصري او دیني زده‌کړو تر منځ واټن کمول دي.
په پای کې د وینا فن سیالۍ لومړۍ مقام ګټونکي ته یو عدد core i5 کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي  ته یو عدد الفجر ساعت او درېیم مقام ګټونکي  ته یو عدد ایوا مبایل او درې درې عقیده وي او معلوماتي کتابونه ډالۍ سوه.


۱۴۴۵/۶/۷ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۲۹ھ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 20 2026 3:42 PM
Background image

Kandahar Officials Meet Journalists and Government Spokespersons to Strengthen Media Coordination

A coordination meeting with media representatives, journalists and spokespersons of local government institutions was held at the Kandahar Governor’s Office, attended by Deputy Governor. . .

Tue, Oct 20 2026 3:23 PM
Background image

Bamyan Launches Infrastructure Projects to Rehabilitate Residential Areas in Historic Sites

Several infrastructure projects aimed at rehabilitating residential areas in historic sites and ancient settlements have been launched in the villages of Dawoodi Bala and Dawoodi Payin. . .

Tue, Oct 20 2026 2:55 PM
Background image

Kandahar Holds Coordination Meeting with Writers and Cultural Figures

The Kandahar Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Al-Ribat Scientific and Cultural Institution, held a coordination meeting with a number of writers. . .

BACK TO NEWS