په سمنګانو کې له رسنیو څارنه وشوه
نن (۱۴۴۵/۲/۷ هـ ق) د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر د رسنیو او خبریالانو د امنیت د تامین او د ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت له رسنیو څخه څارنه وکړه او ویې ویل: رسنۍ د دولت څلورمه قوه ده او د ټولنې پر وړاندې دروند مسؤلیت لري، ټولې رسني باید د ژورنالیزم معیارونه په پام کې ونیسي او د حقایقو په بیانولو کې هڅې وکړي.
د اطلاعاتو آمر ښاغلي عطايي زیاته کړه، چې په سمنګانو ولایت کې ۵ دولتي او خصوصي غږیزې، ویډیويي او چاپي رسنیو فعالیت درلود، چې له بده مرغه یو شمېر رسنۍ د اقتصادي کمزورتیا له امله بندې شوې او یوازې درې خصوصي رسنۍ پاتې دي چې فعالیت یې دوام لري.
په ورته وخت کې د رسنیو مسؤلینو خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه، د مسؤلو کسانو له لوري ورسره د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وشوه.
