د قاري عبدالباسط نفیس د مړينې په پار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تسليت پيغام!
په ډېره خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي ریاست د قرآن کریم د لیکلو آمر ارواښاد قاري عبدالباسط نفیس د ورپیښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبیک ووایه.
قاري عبدالباسط نفیس متدین، مدبر او متقي شخصیت ؤ، نوموړی د هیواد یواځینی خطاط ؤ، چې د قرآن کریم د رسم الخط په ټولو ډولونو پوه ؤ، چې دمګړی یې په اتلس ډوله خطونو د قرآن کریم اتلس نسخې لیکلي وې، چې چاپ ته چمتو دي، چې څو ورځې وړاندې د د وزارت مقام، نشراتي معینیت او ریاست الوزراء لخوا تقدیر هم شو، د نوموړي د لاس لیکلي د قرآن کریم ځیني نسخې په افغانستان او پاکستان کې د احمد، قدرت، حماد، تاج او ځینو نورو نشراتي ټولنو لخوا چاپ شوي.
د ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره ستره ضایعه بولي، د نوموړي له کورنۍ او خواخوږو سره په دې لوی غم او درد کې ځان شريک بولي، کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړي او تسليت ورته وايي.
انا الله و انا الیه راجعون
