لسګونو زده کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تخنیکي زده کړو آمریت لسګونو زده کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزیز عزام ځوانان د هېواد راتلونکې پانګه او د ټولنې ملا تیر یاد کړل او ویې ویل: د سالم فکر جوړول د هر انسان لپاره اړین دي او ځوانان کولای شي، چې د مطالعې له لارې خپل معلومات زیات او د ناسمو تبلیغاتو تر اغېزو لاندې رانشي.
نوموړي له زدهکوونکو څخه وغوښتل، چې د عصري زده کړو ترڅنګ دیني زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د علم او سالم فکر په مټ د ټولنې په پرمختګ کې اغېزمن رول ترسره کړي.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو یاد پروګرام د زده کوونکو د افکارو د جوړولو او د معلوماتو د زیاتوالو په برخه کې ګټور یاد کړ او د ورته نورو روزنیزو سیمینارونو د جوړیدو غوښتونکي شول.
۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق
