فاریاب کې د زمري ۲۴مې په مناسبت مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Thu, Jul 30 2026 11:33 AM
..

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت ښاروالۍ په همکارۍ د زمري ۲۴مې د هرکلي په مناسبت مشاعره ترسره شوه. 
په دې مشاعره کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي، د میمنې ښاروال ملا محمدامین فرقاني، د امارتي ادارو یو شمېر رئیسانو، د ګذر وکیلانو، د مشورتي شورا غړو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د زمري ۲۴مه د هېواد د معاصر تاریخ له برخلیک ټاکونکو ورځو څخه وبلله او ویې ویل: دا ورځ د اشغال د پای، د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو او په افغانستان کې د اسلامي حاکمیت د نوي پړاو د پیل نښه ده. نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې له شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل چې د خپلو ارزښتمنو شعرونو او لیکنو له لارې په ټولنه کې د هیلې، یووالی، دیندارۍ، هېوادپالنې او اسلامي اخلاقو روحیه لا پیاوړې کړي.
وروسته د میمنې ښاروال د زمري ۲۴مه (د فتحې ورځ) د افغانستان د خلکو لپاره د الله تعالی ستر نعمت وباله او ویې ویل: دا نعمت د اسلامي امارت د مجاهدینو د جهاد او سرښندنو په پایله کې مجاهد او خپلواکۍ غوښتونکي افغان ملت ته په برخه شوی دی.
نوموړي د افغانستان بېلابېل قشرونو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوامرو او لارښوونو اطاعت ته راوبلل او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د دې ستر نعمت قدر وکړي، د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او د افغانستان اسلامي امارت تر بیرغ لاندې خپل عزتمند ژوند ته دوام ورکړي.
په پای کې یو شمېر شاعرانو او ترانه‌ویونکو خپل شعرونه او ترانې اوریدونکو ته وړاندې کړل چې اوریدونکو یې تود هر کلی او ستاینه وکړه.

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Thu, Jul 30 2026 10:37 AM
Background image

Officials Visit Temporary Camp for Returning Migrants in Kabul

The Director of Information and Culture for Kabul, Mawlawi Shamsullah Zubair, and the Director of the Bakhtar News Agency and Head of the Public Awareness Committee for Migrants,. . .

Thu, Jul 30 2026 8:38 AM
Background image

Kandahar History House (Museum) Officially Opens to the Public Following Comprehensive Modernization

The Kandahar History House, located within the Directorate of Information and Culture in Kandahar Province, has been comprehensively modernized to meet international museum standards. . .

Thu, Jul 30 2026 8:35 AM
Background image

One-Day Capacity-Building Seminar Held in Logar for Journalists, Media Officials, Writers, Cultural Activists, and Youth

The Ministry of Information and Culture's Deputy Ministry of Publications Affairs, in cooperation with the Directorate of Information and Culture in Logar Province, organized a one-day. . .

BACK TO NEWS