زابل کې د رسنیو له مسؤلینو، خبريالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Thu, Jul 02 2026 12:07 PM
..

د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې په همکارۍ د رسنیو له مسؤلینو، خبريالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل: د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته زابل کې رسنیزې چارې ښې شوي دي، نوموړي د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) فرامین او د امارتي ادارو لاسته راوړنې په ښه توګه رسنیزې کړي.
د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې ولایتي مسؤل وویل: په زابل کې د رسنیو پر وړاندې جدي ستونزه نشته او د خبریالانو اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی دی، په پام کې ده، چې د خبریالانو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شي او د خصوصي رسنیو ملاتړ به لا زیات شي.
دغه راز د ناستې ګډونوالو هم د رسنیزو چارو لاښه والي په موخه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

۱۴۴۸/۱/۱۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

Thu, Jul 02 2026 9:56 AM
Background image

Minister of Information and Culture Meets with Journalists and Media Representatives in Kapisa

On 16 Muharram 1448 AH, Minister of Information and Culture Sheikh Sher Ahmad Haqqani, joined by Deputy Minister for Publications Mawlawi Muhajir Farahi, met with journalists and. . .

Wed, Jul 01 2026 4:10 PM
Background image

Hundreds of Journalists, Media Professionals, Writers, Cultural Figures, and Youth Attend Capacity-Building Seminar in Kapisa

Wednesday,15 Muharram 1448 AH A one-day training seminar titled “Enhancing Intellectual, Ideological, and Professional Capacity” was held in Kapisa Province for hundreds of journalists,. . .

Wed, Jul 01 2026 3:56 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Book Launch Ceremony for the book titled (Imam of Jihad and Politics)

The Department of Public Libraries, Ministry of Information and Culture, hosted a book launch at Queen's Palace Hall, Bagh-e Babur, for "Imam of Jihad and Politics" by Abdul Mateen. . .

BACK TO NEWS