زرنج ښار کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Sat, Jun 06 2026 9:54 AM
..

 د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د ښه تطبیق په موخه د زرنج ښار بېلابېلو اقشارو ته يو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
سيمينار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبيب‌الله الهام، د ځايي امارتي ادارو مسؤلینو، علمای کرامو، قومي مشرانو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په اسلام کې د امیر د اطاعت او د امیرالمؤمنین(حفظه الله) د احکامو او فرامينو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د الله تعالی اطاعت، د هغه د رسول اطاعت او د خپل مسلمان امیر اطاعت پر مسلمانانو واجب دی.
ښاغلي الهام زياته کړه؛ په ټولنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) احکام او فرامين ځانګړی ارزښت لري، په ځانګړي ډول د ۱۷ مې ګڼې فرمان چې عملي کول يې د هر افغان مسؤولیت دی، ځکه ددې فرمان په تطبيق سره د ټولنې ستونزې له منځه ځي او په ټولنه کې هوساینه رامنځته کیږي.
نورو ویناوالو هم د یاد فرمان په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان د ټولنې ستونزو کمولو او اصلاح په موخه صادر شوی او پلي کول يې د ټولو افغانانو مسؤولیت دی،  له یاد فرمان څخه موخه د ناوړه دودونو مخنيوی، د ټولنې اصلاح، د ټولنې اقتصادي او د اسلامي ارزښتونو پياوړتيا ده.
د غونډې ګډونوالو د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دي اقدام څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه؛ چې د ناوړو دودونو له منځه وړل، د ټولنې د هر فرد پخیر او د ټولو د خوښۍ لامل ګرځي او په ګډه به د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره کار کوو.

۱۴۴۷/۱۲/۲۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, Jun 22 2026 2:34 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 6 Muharram 1447 AH, the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, held its regular. . .

Mon, Jun 22 2026 11:51 AM
Background image

A one-day educational Seminar Held to Promote Reading and Study Culture

A one-day educational seminar to foster a culture of reading and study was held in the conference hall of the Kapisa Directorate of Information and Culture. The event was jointly. . .

Sat, Jun 20 2026 2:38 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Visits Renowned Afghan Writer and Researcher Ustad Mohammad Asif Samim

Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the residency of the renowned Afghan writer, researcher, and literary. . .

BACK TO NEWS