بلخ کې د مطالعې فرهنګ د عامولو او ودې په موخه لسګونو ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د مطالعې فرهنګ د عامولو او ودې په موخه لسګونو تنو زده کړیالانو، لیکوالانو او زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمودالله ضرار د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو له مهمو مسؤلیتونو څخه هم ځوانانو ته د مطالعې زمینې برابرول دي، ځوانان باید د ورځنیو چارو په لړ کې مطالعې ته وخت ځانګړی کړي او له شته فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي.
د سیمینار په لړ کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم خوښي څرګنده کړه، چې داسې علمي سیمینار کې ګډون لري، نوموړي د مطالعې په برخه کې ځوانانو ته یو لړ اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د عامه کتابتونونو ریاست په ټول هېواد کې ۱۰۹ عامه کتابتونونه لري، چې په ورځني ډول دغو کتابتونونو ته د مطالعې کولو په موخه سلګونه تنه هېوادوال ورځي.
ښاغلي صمیم د مطالعې او کتابتونونو د تاریخ او ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او مطالعه یې د ژوند مهمه برخه وبلله.
د سیمینار په لړ کې د بلخ پوهنتون استادانو او فرهنګي شخصیتونو د مطالعې د ارزښت د مطالعې کولو د اصولو او لارو چارو په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې کتاب لوستلو ته ځانګړی وخت ورکړي او نور ځوانان هم مطالعي ته وهڅوي.
۱۴۴۷/۱۱/۸ هـ ق
