کندوز کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د کندوز اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، د امارتي ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
مسؤلینو وویل: مياشتنۍ ناستې د امارتي ادارو له فعاليتونو څخه پر وخت د ولسونو خبرولو، د رسنیو او ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او په ادارو کې د شفافیت رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او اړوندو امارتي ادارو له دوامداره همکارۍ څخه مننه وکړه او د مياشتنو ناستو د دوامداره جوړیدو غوښتونکي شول.
د امارتي ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو وویل: د تل په څېر به هڅې کوو، چې د خپلو ادارو فعالیتونه، پرمختګونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره پر وخت شریکې کړو.
۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق
