له رضا کاره ځوانانو سره ناسته وشوه
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر له یو شمېر رضاکاره ځوانانو سره د رضاکاره فعالیتونو د لا پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه.
د ځوانانو چارو آمر په رضاکاره توګه د ټولنیزو چارو د ترسره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: ټولنې ته د لا زیات خدمت کولو په موخه ګډو هڅو ته اړتیا ده.
نوموړي د رضاکاره ځوانانو له همکاریو څخه مننه وکړه او دوی یې د ټولنې په مثبت بدلون کې مهم رول لرونکي وبلل.
رضاکاره ځوانانو ډاډ څرګند کړ، چې د تل په څیر به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د هر ډول رضاکارانه او ټولنیزو فعالیتونو ملاتړ به کوي.
۱۴۴۷/۷/۱۴هـ ق
